د بامیانو بتان؛ عظمت او تراژیدي

لوېدیځه/ غربي بودا چې په صلصال مشهوره ده، ۵۰ متره لوړوالی لري. دغه انځور د ۱۹۹۷ کال د نومبر په ۲۸مه اخیستل شوی دی.

کوچنۍ مجسمه چې په ختیځه/ شرقي بودا مشهوره ده ۳۸ متره لوړه ده.

طالبانو د چاودېدونکو موادو په وسیله د بامیانو یو بت د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې له‌منځه یووړ. دغې ډلې له اسلامي قوانینو د خپل تفسیر پر بنسټ د مجسمو موجودیت د اسلام دین له اوامرو سره په ټکر کې اعلان کړ.

تش ځای، هغه ځای چې یو وخت په‌کې د بودا مجسمه وه. دغه انځور د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ میاشت کې اخیستل شوی دی.

د بامیان د لرغونې سیمې انځور چې د ۱۹۶۸ کال په مې میاشت کې هغه مهال چې د فرانسې صدراعظم ژرژ پمپیدو له دغه ځایه رسمي لیدنه کوله، اخیستل شوی دی.

د ۱۹۷۰ کال انځور

د ۱۹۹۷ کال په ډسمبر میاشت کې د بامیان د بتانو ځای

د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې د چاودېدونکو موادو په وسیله د بامیانو د یو بت ویجاړول.

طالب جنګیالي د ویجاړو شویو بتانو د پاتې شونو په منځ کې ولاړ دي. د ۲۰۰۱ کال د مارچ ۲۳مه

۲۰۰۵ کال کې د بامیانو دره.

د ۲۰۰۹ کال نومبر.

بامیان ولایت کې د یونېسکو زېرمه کې د بودا مجسمې ماتې شوې ټوټې. تېرو کلونو کې د مجسمو د بیارغونې په اړه خبرې شوې دي. د ۲۰۱۶ کال نومبر.

څېړونکو موندلې چې د مجسمو د سیمې شاته دېوالونو ځینې نقاشۍ، د اوومې پېړۍ په نیمايي پورې اړوند روغني رنګونو شوې دي. د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ میاشتې انځور.

ویجاړو شویو بتانو ته نږدې یو شمېر هلکان د کرکټ لوبې پر مهال. د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ انځور.