په ننګرهارکې د سېکانو د ويساک ۳۱۳م جشن پیل شو

په ننګرهارکې د سېکانو د ويساک د۳۱۳مې کليزې د جشن مراسم د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شول، ټاکل شوې ده چې دغه جشن به درې ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به يي دوي يو بل ته مبارکي وايي او ځانګړي مذهبي مراسم پرځای کوي.

په جلال اباد کې د سېکانو د مرکزي درمسال وياند ډاکټرحرمت سنګ وويل، دوي د ويساک په لومړی ورځ د سره رود ولسوالۍ سلطانپور ته چينو ته ورځي او لامبي دا چيني سېکانو ته مذهبي تقدس لري ځکه د دوي د مذهب لسم خليفه ګروګوبين سنګ څلورسوه درڅلويښت کاله پخوا دا چې له خپلو لاسونو نه په روحاني قوت راويستلې وې.

تر دې وروسته سېکان د مذهبي ختم مراسم په درمسال کې ترسره کوي او په دريمه ورځ سيکان د دوي مذهبي کتاب په سر له درمسال ګردچاپېره ګرځي اوخوښۍ کوي .

حرمت سنګ وويل، سږنی ويساک نوروکلونو ته ښکلی دی ځکه چې پخوا د وچکالۍ په وجه د سره رود چينې و، چې وې خو سږکال بيا راخوټېدلي دي.

ده وويل، ويساک ته له غزني، کندوز، لوګر،هلمند او کابل نه هم ګڼ شمېر سېکان جلال اباد ته راغلي دي.

ننګرهار والي ګل اغا شېرزي هم د سېکانو د جشن د پرانیستې مراسمو ته ورغلی و ده وويل نن ورځ هغو افغان اهل هنودو ته دعوت ورکوي، چې د مشکلاتو په وجه يې وطن پرايښی و چې بېرته وطن ته راشي، دی به يې ستونزې حل کړي.

والي وويل، د سېکانو يوه ستونزه د ښوونځي نشتوالي دی او دی به يې ورته حل کړي، د سېکانو د ويساک جشن به درې ورځې په جلال اباد کې دوام ولري.