د کابل مظاهره:د قرانکریم سپکوونکي دې محاکمه شي

د کابل د پوهنتنونونومحصلانوچې شمېر یي سلګونو ته رسېده، د سې شنبې په ورځ یي د کابل پوهنتون په انګړکې د یوې سوله ایزې مظاهرې په کولو سره د امریکا د فلوریدا په ایالت کې د یوه کشیش په لاس د قرانکریم د نسخې سوزول په کلکه سره وغندل.

دوي ویل قران کریم د دوي عزت دی او هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د دوي دعزت سپکاوی دې وکړي.

دوي پرامریکا او د ملګرو ملتو پر سازمان غږ وکړ چې د اسلامي امت د سپیڅلي کتاب سوزوونکي ته دې سزا ورکړي.

دوي سره له دې چې پېښه یي په سختو الفاظوغندله د قانوني او سوله ایزو مظاهرو پلویان و، دوي ویل:

(قرانکریم ته سپکاوی شوی، موږ دا عمل نه شو زغملی، موږ په دې نه راضي کیږو چې څوک زموږ نه بخښنه وغواړي.

موږ دا ځل په کلکه سره غواړو، چې دا امریکایي کشیش دې محاکمه شي زموږ مظاهره د قانون سره سمه او سوله ایزه ده.)

له دې مخکې هم د هېواد په یو شمېرولایتونو کې ورته مظاهرې وشوې، خو د مزارشریف او کندهار په ښارونو کې په تاوتریخوالی واوښتی، چې په کې عامه شتمنی زیانمنې او شاوخوا شل تنه په کې ووژل شول.

افغان حکومت وایي، مظاهرې د خلکو قانون حق دی چې په سوله ایزه توګه یي ترسره کړي، خو په کې د خلکو وژل او عامه شتمنیو ته زیان رسول هیڅ وجه نه لري.

ديني عالمان وایي، اعتراض باید داسې وشي چې له ګټې یي زیان، زیات نه شي . دینی عالم حقیار وایي:

(د هر مسلمان حق دی، چی د قران کریم د سپکاوي په وړاندې کلک غبرګون وښیي، دا یو کرکجن عمل و چې د امریکا د فلوریدا په ایالت کې ترسره شو، خو مهمه داده چې دا غبرګون داسې تنظیم شي چې شر ترې راپورته نه شي.)

د افغانستان ولسمشر کرزي تیره ورځ دا عمل غندلی او د امریکا له دولت او ګانکرس څخه یي غوښتي چې د پېښې له عامل سره دې قانوني چلند وشي.

په افغانستان کې د بهرنیو پوځي او ملکي قواو قوماندانانو او همدارنګه د امریکا سفیر د امریکا په فلوریدا ایالت کې د قران کریم سوزول غندلي دي.

راپور: خان محمد(سیند)،کابل