روغتیا وزارت: تیر کال 9 زره کسان نري رنځ مړه کړي

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت نن د نري رنځ نړېواله ورځ ولمانځله

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي، چي تیر کال په افغانستان کي د نري رنځ د ناروغۍ له امله “نهه” زره تنه مړه سوي دي او اوس هم سلګونه کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت او د نري رنځ د مخنیوي بورډ وايي، چي په افغانستان کي د نري رنځ د مخنیوي لپاره پراخو ګامونو ته اړتیا ده.

د نري رنځ د مخنیوي د بورډ رئیسي سیما ثمر د سه شنبې په ورځ د دې ناروغۍ د نړیوالي ورځي په لمانځل غونډه کي وویل، چي دغه ناروغي تر ډیره په بېوزلو هیوادونو کي چي خلک یې لازم خواړه نه لري ډیره ده.

اغلې ثمر وايي په افغانستان کي ددې ناروغۍ ډیر قربانیان ښځي دي او د نوو شمېرو له مخي په سلو کي 68 ښځي په نري رنځ اخته دي.

“په افغانستان کي په دې ناروغۍ د ډیرو ښځو اخته کېده بیل لاملونه لري، مهم یې د کافي خوړو کموالی او پرله پسې زیږونونه دي.

موږ باید د سمو روغتیايي خدمتونو د برابرولو او بې وزلۍ د ختمولو سره مبارزه وکړو، که له دې ناروغۍ سره مبارزه غښتلې نه سي، د روغتیا د نړیوالي ټولني د احصايي سره سم به د 2011 او 2015 کلونو په منځ کي به 8 میلیونه انسانان ددې ناروغۍ قرباني سي.”

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي افغانستان د نړۍ له هغو 22 هیوادونو څخه دی، چي د نري رنځ ډیر ناروغان لري.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت چارواکي وايي، تیر کال په هیواد کي 9 زره کسان د نري رنځ له امله مړه سوي دي.

د روغتیا سرپرستي وزیري ثریا دلیل د نري رنځ ناروغۍ د مخنیوي په خاطر له ټولو میندو او پلارونو وغوښتل، چي خپل نوي زیږيدلي کوچنیان باید واکسین کړي.

“د نري رنځ پر ضد واکسین چي د BCG په نوم یادیږي، خپلو نوو زیږیدلو کوچنیانو ته په لومړۍ ورځ ورکړی.

دا واکسین د نوو زیږیدلو کوچنیانو وجود د نري رنځ د ناروغی په مقابل کي غښتلی کوي.

په نري رنځ د اختو کسانو لپاره زما پیغام دا دی، چي د خپلي درملني وخت چي 8 میاشتي دوره لري په ښه توګه بشپړه کړي”

د روغتیا د نړیوالي ټولني د راپور پر اساس هر کال په افغانستان کي شا او خوا 53 زره تنه په نري رنځ اخته کیږي.

ډاکتران نری رنځ یا توبرکلوز یوه خطرناکه او ساري ناروغي بولي، چي په اسانې سره له یوه انسانه بل ته نقل کوي.

خو دا هم وايي، چي دا ناروغي د درملني وړ ده، که یې ناروغان د درملني وخت او د ډاکترانو لارښوونو ته غوږ ونیسي.

د روغتیا وزارت له عامو خلکو غواړي، چي په افغانستان کي ددې ناروغۍ د ختمولو لپاره ورسره مرسته وکړي یعني د خپلو کوچنیانو او لویانو روغتیا ته پام وکړي.


راپور: معصوم میوند- کابل