جاپان کې د دوشنبې شپې ناوخته یوه زوروره زلزله شوې چې په لومړنیو شېبو کې یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ټپیان کړي.
لږ تر لږه ۹۰ زره کسان هم له خپلو کورونو ایستل شوي.
د زلزلې شدت د ریکتر په کچه اوه نیمې درجې بلل شوی چې د جاپان شمال ختیځ سواحلي سیمې یې لړزولي.
د جاپان د مترولوژۍ ادارې تر دې زلزلې وروسته خبرداری ورکړی چې ښايي د دغه هېواد شمال ختیځ کې د سمندر اوبه شاوخوا دری متره راپورته او ساحلي سیمې اغیزمنې کړي.
جاپان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې ډیرې زلزلې پکې کېږي.
تر ټولو مرګونې زلزله د ۲۰۱۱ کال د مارچ په یوولسمه د جاپان په شمال ختیځ کې شوې وه چې د ریکتر په کچه یې شدت ۹ درجې وو. د هغې زلزلې له کبله د سمندر اوبه راپورته شوې او ګڼ ساحلي سیمې یې لاندې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ زره کسان مړه شول.