افغان سوداګر : له پاکستان سره دې لارې د تل لپاره پرانیستل شي

تورخم-ارشیف

یو شمیر افغان سوداګر هیله لري چې له پاکستان سره لارې د تل لپاره پرانیستل شي او داسې نه شي چې کله پرانیسې وي، کله بندې وي. افغان سوداګرو دا خبرې ازادي راډیو ته وروسته تر دې وکړې چې پرون پاکستان وویل چې د تورخم او سپین بولدک لارې به د ملګرو ملتو د مرستو د لیږد لپاره پرانیزي.

دپاکستان له خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د انتقال لپاره دتورخم او چمن لارو د خلاصون له پرېکړه ورسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه او افغان سوداګر وايي، یاد هیواد دې د سوداګرۍ لپاره هم لارې پرنیزي.

ننګرهار کې د دې خونې د مدیره پلاوي غړی ډکټور مخلص احمد وايي، که د بشري مرستو لېږد د انسانیت او عاجلو اړتیاوو له مخې ضروري ګڼل کېږي، نو باید د ده په خبره د افغان سوداګرو د شاوخوا دولسو زرو کانتینرونو د لېږد لپاره هم غږ پورته شي.

هغه د پنجشنبې په ورځ، د ډسمبر په ۴مه، ازادي راډیو ته وویل:

"بشري مرستې بې له شکه ارزښت لري، خو تجارت هم د انسانیت برخه ده؛ ځکه کله چې اقتصاد له حرکت ولوېږي، کورنۍ له لوږې سره مخ کېږي، صنعت له منځه ځي او خلک بېکاره کېږي. د افغان سوداګرو زرګونه کانتینرونه یوازې مالونه نه دي، بلکې د سلګونو زرو خلکو هیلې، پانګه، پورونه، عواید او د دوی د ژوند دوام ورسره تړلي دي."

ښاغلي مخلص احمد زیاته کړه چې نړیوال بنسټونه باید د انسانیت په تعریف کې د افغان سوداګرو ځای هم په پام کې ونیسي، او پاکستان باید په ترینګلو حالاتو کې سوداګریزې لارې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.

یو شمیر افغان سوداګر هم ورته غوښتنې مطرح کوي.

د دوی له دلې احمد شاه نصیرزي ازادي راډیو ته وویل:

"هغه ستونزې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو رامنځته شوې او پر بنسټ یې لارې بندې شوې دي، بنسټیز حل ته اړتیا لري. د دغو لارو لنډمهاله پرانیستل او بیا بېرته تړل، هغه هم په انتخابي ډول، د هېڅ لوري په ګټه نه تمامېږي."

دا څرګندونې داسې مهال دي چې پاکستان ویلي، افغانستان سره یې خپلې لارې په محدود ډول یوازې د ملګرو ملتونو د مرستو د لېږد لپاره پرانیستي دي.

جیو نیوز پاکستاني خصوصي تلویزیون پنجشنبې، د ډسمبر په ۴مه، په یو راپور کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، له قوله ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې یوازې د «بشري دلایلو» له مخې د ملګرو ملتونو د مرستو د کاروانونو لپاره خلاصې شوي او سوداګرۍ لپاره لا هم بندې دي.

مخکې تر دې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت هم ویلي و چې لارې به د سوداګرۍ، ترانزیت او مسافرو لپاره دغه شان تړلې پاتې شي.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، له بهرنیو چارو وزارت سره تر همغږۍ وروسته یې د یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق کانتینرونو پړاو په پړوا تصفیه تصویب کړې او په درې پړاوونو کې به د خوراکي موادو، درملو او طبي وسایلو، او وروسته نورو ضروري توکو د لېږد اجازه ورکړي.

خو له دې اعلان وروسته د طالبانو حکومت بیا ټینګار وکړ چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بیا پرانیستل یوازې هغه وخت ممکن دي چې اسلام‌اباد ډاډ ورکړي چې دا لارې به نور د سیاسي فشار لپاره نه کارول کېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د ډسمبر پر ۴مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې هغه مهال بېرته خلاصېږي چې قوي ډاډ تر لاسه شي، چې دا لارې به راتلونکې کې د سیاسي فشار، غیرقانوني کارونې او په خلکو د فشار راوستلو په خاطر نه بندېږي او د دواړو هېوادونو د خلکو او سوداګرو حقونه خوندي پاتې کېږي.

هغه زیاته کړې چې دا پرېکړه د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا، او د دواړو لوریو د هوساینې او باعزته سوداګرۍ لپاره شوې ده.

د اکتوبر د ۱۱مه د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو له نښتې وروسته، پاکستان، افغانستان سره خپلې ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره تړلې کړې؛ هغه اقدام چې د سوداګرو په وینا، د دواړو لوریو سوداګرو ته یې درانه زیانونه ورسول.

نږدې درې اونۍ مخکې، د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، هم پاکستان تورن کړ چې سوداګري سیاسي کوي او ویلي یې و چې هغه هیواد سره به سوداګریزې لارې هغه وخت بېرته پرانیستل شي چې اسلام‌اباد تضمین ورکړي چې دا لارې به په هېڅ حالت کې بیا نه تړل کېږي.