د امریکا د ولسمشر دوه ځانګړي استازي نن فلوریدا کې د اوکراین له ستر مرکچي سره ګوري

د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازی سټیف ویټکاف

ټاکل شوې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ټرمپ زوم او پخوانی سلاکار جارد کوشنر نن پنجشنبه ( د لیندۍ ۱۳مه) په فلوریدا کې د اوکراین له ستر مرکچي روستم عمروف سره وویني.

دا خبره یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط فرانس پریس اژانس ته کړې ده.

د امریکا د ولسمشر دغه ځانګړي استازي تازه له مسکوه متحده ایالتونو ته ستانه شوي دي.

دوی مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره اوږدې خبرې وکړې، خو کومې پایلې ته ونه رسېدې.

د پوتین د بهرنیو اړیکو سلاکار یوري اوشاکوف تر دې لیدو کتو وروسته ویلي، سوله تراوسه نژدې شوې نه ده، خو په خبره یې ډېره لرې هم نه ده.