د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي ادارې ( سیګار) پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۲مه) د خپلو ارزونو وروستی راپور خپور کړ او وې ویل چې دا لړۍ نوره پای ته رسوي.
راپور کې راغلي چې امریکا افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال ۱۴۴،۷ میلیارده ډالره پر بیارغونه او ۷۶۳ میلیارده پر جګړې او امنیتي برخه لګولي دي.
سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په افغانستان کې د امریکا د دغو مرستو په تړاو نژدې نهه سوه ارزونې، پلټنې او څیړنې ترسره کړي دي.
سیګار ویلي، امریکا د یوه ډیموکراتیک او باثباته افغانستان لپاره دومره لګښتونه کړي، خو په وینا یې مدیریت یې ناسم و او دا لګښتونه له ضایعاتو او فساد سره مله وو.
دوی ویلي چې د خپلو پلټنو پایله کې توانیدلي چې د امریکا په مرستو کې څه باندې دوه نیم میلیارده ډالره سپما وکړي او د ۵۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت مشکوک لګښتونه په ګوته کړي.
د سیګار په وینا، امریکا د طالبانو له بیاواکمنۍ راهیسې هم افغانستان سره په بشري برخه کې ۳ نیم میلیارده ډالره مرسته کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې افغانستان سره مرستې بندې کړې.