طالبان: له تاجکستان سره د ګډو څېړنو او پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره چمتو یوو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره ټیلفوني خبرې وکړې. په دغو ټیلفوني خبرو کې ” د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمه ‌ییزو ابتکاراتو په اړه خبرې وشوې.”

د افغانستان د طالبانو اداره وايي چې دوی د تاجیکستان چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د پولو د امنیت د سختولو او د دوو هیوادونو په پوله کې د وروستۍ پېښې په اړه د ګډو څېړنو ترسره کولو ته تیار دي. دا څرګندونې تر هغه وروسته شوي چې د تاجکستاني چارواکو په وینا، په تېرو اوونیو کې د افغانستان له خاورې څخه په بریدونو کې پنځه چینایان وژل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجکستان له باندنیو چارو وزیر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال د پنځو چینايي کارګرو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې کابل د افغانستان او تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتولو لپاره چمتو دی. هغه وویل:

"د بد نیتو عناصرو پر ضد ګډو اقداماتو ته عاجله اړتیا ده."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بیان پر اساس، متقي همداراز وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ "د اعتماد رامنځته شوې فضا" باید زیانمنه نه شي.

تر دې مخکې د روانې لیندۍ/ قوس په اوومه د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې بې له دې چې د کوم هیواد یا ډلې نوم واخلي، ویلي و چې د دوی د اړوندو اورګانونو د لومړنیو ارزونو او معلوماتو پر اساس، په دې پېښه کې هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

سره له دې چې طالبان د تاجکستان په خاوره کې پر چینايي کارګرو برید په سیمه کې د بې باورۍ رامنځته کوونکو کار بولي، د سیاسي چارو افغان کارپوه ډاکتر عبدالله هیواد دا احتمال نه ردوي چې په دې برید کې د منځنۍ اسیا د هغو عناصرو لاس وي چې په تیرو کلونو کې یې د طالبانو په ګټه د افغانستان په جګړه کې برخه لرله:

«امکان لري د طالبانو داسي ډله وي چې هغوی ته دا مهمه نه وي چې د طالبانو د حکومت اړیکې له تاجکستان سره خرابیږي او که نه، هغوی خپل کار کوي، البته دا کسان د دوی (طالبانو) یو قوت هم دی. له بلې خوا تاجکستان چې کله ویني د افغانستان له لوري تروریزم ورروان دی، مجبوره دی چې له طالبانو سره ځان نژدې کړي څو له نورو حملو ځان وساتي.»

تاجکستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هیوادونو څخه و چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو له هماغه پیله یې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ښې نه وې.

د تاجکستان چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دواړو بریدونو کې، چې په یوه کې له بې پیلوټه الوتکې څخه کار اخیستل شوی و، پنځه چینایي کارکوونکي وژل شوي دي.

د چین سفارت هم د تلفاتو پخلی کړی او چینایي اتباعو ته یې سپارښتنه کړې چې له سرحدي سیمو څخه ووځي.

دغه بریدونه د افغانستان او تاجکستان په لیرې، غرنیو او ناامنو سرحدي سیمو کې شوي دي.

چین په تاجکستان کې ، چې شاوخوا ۱۱ میلیونه نفوس لري او په منځنۍ اسیا کې د روسیې متحد دی، د پام وړ پانګونه کړې ده.

چین: له تاجکستانه د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره د “ټولو لازمو اقداماتو” غوښتنه کوي

چین له تاجکستان څخه غوښتنه کړې چې د دې هېواد په سرحدي سیمو کې مېشت چینایي اتباع او کاروبارونه خوندي کړي.

اقتصادي اړیکې او دوامداره امنیتي اندېښنې

چینایي کارکوونکي په تاجیکستان کې په کان‌کیندنه او ساختماني پروژو بوخت دي. سره له دې چې په سیمه کې امنیتي اندېښنې دوام لري، تاجیکستان او د منځنۍ آسیا نور هېوادونه هڅه کوي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د نوومبر په اوولسمه د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې د رئیس، سیدمومن یتیموف په مشرۍ پلاوی کابل ته لاړ او د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره یې ولیدل.

د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې یې په خاروغ کې د افغانستان قونسلګري په خاموش ډول طالبانو ته وسيارله ورپسې د تاجکستان د ولسمشر په امر د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې د بدخشان په خاروغ سیمه کې ګډ سرحدي بازار بېرته پرانستل شو. وروسته په پلازمېنه دوشنبې کې د طالبانو یو ديپلومات ومنل شو او تاجکستان د افغانستان زلزله ځپلو ته بشري مرستې واستولې.

د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی، د طالبانو او تاجکستان د اړیکو تدریجي ښه کېدو ته اشاره کوي خو وايي چې د دوو هیوادونو په پوله کې امنیتي ستونزې د دوی د اړیکو د ښه کېدو مخه نیسي:

«دا ډول پېښې د طالبانو او تاجکستان اړیکې خرابولی شي، له ټېلفوني تماسه (د متقي او د هغه د تاجک سیال) یې داسي ښکاري چې طالبان ځان د دې برید مسوول نه ګڼي او برعکس تاجکستان ته ډاډ ورکوي چې د پولو امنیت ساتي او په دې توګه غواړي خپلو اړیکو ته، چې باب یې تازه پرانیستل شوی، دوام وکړي او تاجکستان له لاسه ورنه کړي. »

چین د پولو وضعیت جدي تعقیبوي

د دوشنبې په ورځ (د نوومبر ۱)، د چین سفیر ګو ژېجون د تاجکستان له بهرنيو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین او یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي سره د پولو د امنیت په اړه جلا تماسونه نیولي دي.

د چین سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:

“ګو ژېجون له تاجکستان څخه غوښتنه کړې چې د دې هېواد له خوا په قانوني چوکاټ کې سخت امنیتي اقدامات وکړي څو د چینایي شرکتونو او اتباعو خوندیتوب تضمین شي.”

تاجکستان ژمنه کړې چې د امنیت کچه به “سمدستي لوړه” کړي.

د دغه هیواد ولسمشر امام علي رحمان د پېښو تر اعلان وروسته د پولو د کنټرول د سختولو امر کړی دی.

امام علي رحمان د خپل هیواد امنیتي اورګانونو ته ویلي چې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي.