داسې مهال چې له یوې نیمې میاشتې د زیاتې مودې راهیسې راهیسي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړلي دي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي،په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو زرګونه کانتینره بند سوداګریز توکي د خرابېدو او له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي شنبه د نومبر ۳۰ مه ازادي راډیو سره په خبرو کې، د دغه کانتینرونو شمېر نږدې ۱۱ زره یاد کړ زیاته یې کړه چې د ۶ ملیاردونو ډالرو په ارزښت توکي په کې بار دي. "د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د شاوخوا یولس نیم زره کانتینرو او د ټرانزیټ بندیدلو سرنوشت تراوسه نه دی معلوم، د دې مالونو د خرابېدو او لمنځه تللو ویره شته او تقریبا یو شمېر به یې خراب شوي هم وي، دا یو لوی ناورین دی، د شپږ یا شپږ نیم ملیارډه ډالرو په اندازه دا مالونه د لمنځه تللو په حال کې دي."
دی وايي د دواړو لورویو حکومتونه په دې اړه غلي دي او د دوی هڅو هم تراوسه هیڅ ډول مثبته پایله نه ده ورکړې.
ښاغلي الکوزي دا هم وویل چې په دې توکو کې خوراکي مواد په ځانګړي ډول، بوره، چای، درمل، د فابریکو خام مواد، برېښنايي وسایل او ځینې نور توکي شامل دي.
د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۱ مه د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو تر سختو نښتو وروسته د تورخم او د سپین بولدک – چمن په ګډون د افغانستان او پاکستان تر منخ ټولې لارې د پاکستان حکومت له لوري وتړل شوې چې لا هم تړلي دي.
د یو کانتینر په سر هره ورځ تر یونیم سال ډالره لګښت راځي
که څه هم دواړو لوریو په دوحه او استانبول کې د ستونزو د حل په موخه درې ځل مخامخ ناسته هم وکړه خو لارې خلاصې نه شوې.
یو شمېر افغان سوداګر چې په کراچۍ بندر کې یې مالونه بند دي وايي د یو کانتینر په سر هره ورځ تر یونیم سال ډالره لګښت راځي او دوی له دې امله سخت زیانمن دي.
له دې ډلې افغان سوداګر محمد همایون لودین چې له کوریا نه د موټرو پرزې واردوي ازادي راډيو ته یې وویل، څو کنټینره مال یې په کراچۍ بندر کې بند پاتې دی:
"د تورخم د بندیدو له امله زموږ پنځه کانټینره پرزه جات او د موټرو نور سامان الات په کراچۍ بند پاتې دي، په هر کانټینر د ورځې تر یونیم سل ډالر لګښت کیږي، زموږ غوښتنه داده چې لارې دې د دغه مالونو او ټرانزیټ لپاره خلاصې شي، کنه موږ به ډېر زیانمن شو."
د بطریو او لمریزو شیشو واردونکی افغان سوداګر حاجی احمد شاه هم ورته شکایت لري.
"که څه هم فکر نه کېده چې دا لارې دې دومره وخت بندې شي خو اوس چې دا وضعیت ګورو فکر نه کیږي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې هم لارې خلاصې شي، که وخت زیات واوړي نو افغان سوداګر مجبور دي چې خپل مالونه هملته پرېږدي، ځکه د مالونو له بیو نه د ډیمریج لګښتونه زیاتیږي."
دا افغان سوداګر له دواړو حکومتونو نه غوښتنه کوي چې لږ ترلږه په کراچۍ بندر کې د دوی د بندو مالونو د انتقال په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند د نومبر په ۱۲ مه افغان صنعتکارانو او سوداګرو سره د یوې غونډې پر مهال افغان دوی ته درې میاشتې وخت ورکړو چې له پاکستاني لوري سره خپل سوداګریز تړونونه پای ته ورسوي.
نوموړي دا هم ویلي وو که له دې خبرتیا وروسته هم سوداګر د پاکستان له لارې مالونه واردوي او یا یې صادروي د ستونزو د رامنځته کیدو په صورت کې به یې د دوی حکومت غم ونه خوري.
خو د سوداګرو په خبره د هغه مالونه دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ یې تر ترینګلتیاوو مخ کې وارد کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د طالبانو حکومت د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ د لارو د نه پرانیستل کېدو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ځنډ مسوول دی.
د دې وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د نومبر په ۲۱ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې اسلاماباد د کابل له لوري د ټي ټي پي په شمول د وسله والو ډلو د دوامدار ملاتړ له امله له افغانستان سره خپلې لارې بندې کړي دي.
خو په افغانستان د ټي ټي پي د موجودیت په اړه د طالبانو حکومت د پاکستان حکومت ادعاوې په وار وار رد کړي دي.
خو تازه بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال ویلي، افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لپاره د لارو د خلاصولو په هڅه کې دی.
د پاکستاني رسنیو له دې ډلې " ډان " ورځپاڼې د راپور له مخې اسحق دار دا څرګندونې شنبه د نومبر ۲۹ په یوې خبري غونډه کې کړي زیاته کړې د ملګرو ملتونو په غوښتنه د خوراکي توکو او نورو اړینو بشري مرستو په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د پرانیستلو لپاره کار کوي.
دار دا هم ویلي چې په دې اړه یې د پوځ د مشر منظوري ترلاسه کړې او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د منظوري په تمه دی.