پر افغان پاسپورټ لرونکو د امریکا د ویزو بندیز نوي جزییات رسنیز شول

ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه مکتوب جزییات رسنیز شوي چې د خپل ارتباطي چینل له لارې یې د متحده ایالتونو ټولو سیاسي استازولیو ته استولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزې د نه ورکولو د پریکړې نوي جزییات رسنیز کړي دي.
رویټرز د دغه وزارت د هغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې چې د جمعې په ورځ یې د خپل ارتباطي سیستم له لارې ټولو ډيپلوماتیکو ادارو ته استولی دی.

په مکتوب کې له ټولو ډيپلوماتیکو ادارو غوښتل شوي چې د افغان اتباعو د کډوالۍ یا هرې بلې بڼې ویزه رد کړي.

دې بندیز کې د( ایس.آی.وي) یا کډوالۍ ځانګړې ویزې هم شاملې دي.

د مکتوب له مخې، د هغو افغانانو ویزې چې د جمعې له ورځې مخکې تایید شوي، نه چاپیږي او کومې چې چاپ شوي هم دي، هغه به په انلاین او فزیکي ډول بې اعتباره کیږي.

د افغان ایوک سازمان مشر شاون وان ډایور چې امریکا ته د افغانانو د لېږلو په پروسه کې مرسته کوي ویلي " له شک پرته دا (د امریکا د حکومت) د هغو هڅو نتیجه ده چې له میاشتو میاشتو ورته کار وشو."

پرافغان پاسپورت لرونکو د ویزې بندیز وروسته تر هغه ولګول شو چې د تیرې چهارشنبې په ورځ یوه افغان سپینې ماڼۍ ته نژدې د ملي ګارد پر دوو سرتیرو ډزې وکړې.

د افغان ایوک سازمان ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا دوه لکه افغانان امریکا ته تللي دي.

د سازمان د معلوماتو له مخې ۲۶۵ زره نور افغانان د خپلو غوښتنلیکونو پروسس ته په تمه دي چې دوی کې ۱۸۰ زره د ( ایس.آی.وي) کیس لرونکي دي.