په امریکا کې د یوشمیر افغان کډوالو اسناد بیا ارزول کیږي

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو په پلازمینه واشنګتن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتیرو تر برید وروسته پریکړه وشوه چې د یوشمیر افغان کډوالو د کډوالۍ د اسنادو بیا ارزونه وشي. دا امر په داسې وخت کې شوی چې د چهارشنبې د برید له امله یوه سرتیره له اخیستو ټپونو مړه شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې په واشنګتن ډي سي کې د ملي ګارد له دوو ویشتل شویو سرتیرو څخه یوه ساه ورکړه:

« زه باید له بده مرغه تاسو ته ووایم چې همدا شیبه ما واوریدل چې سارا بیکستروم د جنوبي ویرجنیا یوه سرتیره چې موږ د هغې په اړه غږیږو، ډیره د درناوي وړ وه، ځوانه وه، ښه شخصیت یې درلود. د دوه زره درویشتم کال په جون میاشت کې یې خدمت پيل کړ. ډیره تکړه وه، دې ساه ورکړه»

د چهارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نژدې د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتیرو، انډریو وولف او سارا بیکسټروم ډزې وشوې، د دې ډزو په تور یو افغان رحمان اله لکڼوال نیول شوی چې د پولیسو له خوا تر ټپي کیدو وروسته توقیف شو.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ناوخته د سارا بیکسټروم د مړینې خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې د انډریو ولف صحت هم ښه نه دی.

د چهارشنبې تر پېښې وروسته ‌ د امریکا متحدو ایالتونو د افغانانو د پناه غوښتنې بهیر وځنډاوه او پرون ناوخته ولسمشر ټرمپ د پخواني ولسمشر جوبایډڼ د ادارې پرمهال د منظور شویو پناه غوښتونکو قضیو ته د بیا کتنې امر وکړ.

د ټرمپ ادارې ویلي دي چې دوی به د نولسو هیوادونو د اتباعو ( ګرین کارډونه) بیا وڅیړي.

د امریکا د تابعیت او مهاجرت خدماتو د ادارې مشر جوزیف اډلو پرون ( د نومبر ۲۷ مه) په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر ده ته دا امر کړی دی چې د اندیښنې وړ هیوادونو د خلکو ګرین کارډونه بیا وارزوي.

رویټرز اژانس د امریکا د تابعت او مهاجرت خدماتو د ادارې په وینا راپور ورکړ چې په دې کې د هغو هیوادونو اتباع شامل دي چې د جون په میاشت کې ولسمشر ټرمپ پر هغوی د سفر بندیز لګولی و، په دغو هیوادونو کې د افغانستان، کیوبا، هیتي، ایران، سومالیا او وینزویلا اتباعو ته اشاره شوې وه.

د امریکا حکومت د یوشمیر هیوادونو د کډوالو د اسنادو د بیا کتنې پریکړه وروسته تر دې وکړه چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد دوه سرتیرې ټپیان شول. د دې برید په تور نیول شوی کس د رحمان اله لکڼوال په نوم یو افغان دی.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې( سي ای اې) مشر جان راتکلیف پرون ( سي بي ایس) رسنۍ ته وویل چې لکڼوال پخوا په کندهار کې له ( سي ای اې) سره کار کاوه.

بل لور ته د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې ( ایف بي ای) مشر کاش پټیل وویل چې د دې پیښې د تحقیقاتو په ترڅ کې د شواهدو د راټولولو چارې پیل شوې دي، د پېښې له شاهدانو سره خبرې شوې دي او د تورن کس هغه وسله چې ډزې یې باندې کړې دي، لابراتوار ته د څیړنې لپاره استول شوې ده.

لکڼوال د دوه زره یو ویشتم کال په سپتمبر کې متحد ایالتونو ته تللی و.