په امریکا کې پر ملي ګارډ د یوه افغان د برید له کبله دې هیواد ته د ټولو افغانانو د کډوالۍ بهیر وځنډول شو

په واشنګتن ډي سي کې د چهارشنبې په ورځ د یوه مشکوک افغان د ډزو له امله د امریکا د ملي ګارد د دوو سرتیرو له ټپي کیدو وروسته چې ولسمشر ټرمپ بریدګر افغان اعلان کړ، دغه هیواد ته د افغانانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې بهیر تر نامعلومې نیټې پورې وځنډول شو.

دې اعلانونو له ۲۰۲۱ کال وروسته په امریکا کې مېشت او دې هېواد ته د تګ په تمه په دریمو هېوادونو کې دېره افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې یو مېشت افغان چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي او په ۲۰۲۳ کال کې په قانوني ډول دغه هېواد ته تللی، ازادي راډیو ته وویل:

"وروسته له هغه چې په واشګټن کې دا برید وشو، او ټرمپ زموږ د دوسیو بهیر وځنډاوه، زه چې یو کال کېږي د ریفوجي کېس کې امریکا ته راغلی یم او تر اوسه مې ګرین کارت نه دی اخیستی، سخت اندېښمن شوم، نه یوازې زه بلکې ټول افغانان چې دلته دي اندېښمن دي، موږ اندېښمن یو چې بیرته ونه ایستل شو، یا نورو ستونزو سره مخ نه شو، ځکه موږ له افغانستان په ډېرې سختۍ تر دې ځای راغلي یو، موږ ته افغانستان کې ډېر خطر دی."

دې پېښې په دریمو هېوادو په ځانګړې ډول پاکستان کې دېره افغانان هم خفه او اندېښمن کړي، هغه چې افغانستان ته بېرته تګ خپل ژوند ته خطر بولي.

Your browser doesn’t support HTML5

هغه افغانان چې په امریکا کې د مېشتېدو غوښتونکې دي، په واشنګتن کې تر برید وروسته اندیښمن شوي دي

پلازمېنه اسلام اباد کې دېره یو افغان چې د ( پي ۲ ) په نوم امریکا ته د پناه غوښتنې کېس لري او نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

"له تېرې شپې راهیسې موږ ټول سخت اندېښمن شوو، ما خپله هر څه افغانستان کې وپلورل، او خپلې کورنۍ سره پاکستان ته په دې هیله راغلو چې راتلونکی مو بدلېږي، او امریکا ته انتقالېږو، دلته له تېرو څلورو کلونو راهیسې په ډېر بد وضعیت کې یو ځکه چې امریکا په رسمي ایمیل راغوښتي یو، ما ۲۰ کاله امریکا سره شپه، ورځ کار وکړ، ټول کارونه مو وشول خو دا یو کال یې په بې برخلیکه حالت کې دلته په تمه کړي یو، دوی باید یو کس ته سزا ورکړي د هغه د عمل سزا دې ټولو افغان کډوالو ته نه ورکوي."

د متحدو ایالاتو سپینې ماڼۍ ته نږدې د شکرګزارۍ له رخصتۍ یوه ورځ مخکې، یو وسله وال کس د واشنګټن ډي سي په فاراګټ چوک کې ډزې وکړې او د ملي ګارډ دوه غړي یې سخت ټپیان کړل.

د امریکا د کورني امنیت وزارت بریدګر یو افغان بللی چې د ۲۰۲۱ د سپټمبر په ۸مه دغه هېواد ته تللی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د چهارشنبې په شپه ناوخته «د نومبر پر ۲۶مه» د متحدو ایالاتو پر مخکیني ولسمشر جو بایډن د نیوکې تر څنګ دا خبره اعلان کړه.

هغه د سپینې ماڼۍ پر ایکس پاڼه خپور شوي ویډیویي بیان کې وویل:

"د کورني امنیت وزارت ډاډه دی چې په توقیف کې شکمن کس یو بهرنی دی چې زموږ هیواد ته له افغانستانه د ځمکې پر دوزخ نه راغلی دی.”

ډونالډ ټرمپ د ډزو دغه پېښه " ترهګریز" عمل بللی او ویلې یې دي چې عامل به یې لوړه بیه پرې کړي.

هغه دا برید نه یوازې د دوی د ملت بلکې د ټول بشریت پر وړاندې «جرم» ګڼلی دی.

تر دې پېښې وروسته د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان وکړ چې د افغانانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې بهیر تر نامعلومې نیټې پورې درول شوی.

دې ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " زموږ د هېواد او هیوادوالو خوندیتوب او ساتنه زموږ د ماموریت یوازنی تمرکز دی".

هغه اعلان چې امریکا ته د افغانانو د انتقال ځینو ملاتړو بنسټونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ځینو ادارو غبرګون او اندېښنې یې هم راپارولي او ویلي یې دي چې د دې پرېکړو په پلي کېدو به زرګونه افغانان له بې برخلیکه حالت سره مخ شي.

امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړي بنسټ «افغان ایواک» مشر شان واندیور په خپله اېکس پاڼه د یو بیان په خپرولو د امریکا له دولته غوښتي چې شکمن کس دې په فردي ډول مجازات او قانوني چلند دې ور سره وکړي او ټینګار یې کړی چې دا مرکز د هغه کسانو چلند غندي چې له دې پېښې په امریکا کې د مېشتندنې لپاره د افغانانو د بهیر د منزوي کولو لپاره سیاسي ګټه اخلي.

د «افغان ایواک» په بیان کې غوښتنه شوې چې د امریکا متحدینو افغانانو سره دې پر شویو ژمنو عمل وشي.

دغه شان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بنټ هم د پنجشنبې په ورځ وختي پر خپله ایکس پاڼه د دې بیان په بیا خپرولو لیکلي چې دی هم له دې غوښتنې سره موافق دی او زیاته کړې چې «مجرم باید حساب کتاب سره مخ شي خو ټوله افغان ټولنه باید د یو فرد د کړنو له امله مجازات نه شي»

بنټ ټینګار کړی چې باید له زغم کار واخیستل شي کنه نه نو په ټکو یې، دا به “ډیره بې انصافي او په بشپړه توګه بې معنا خبره وي”

دغه شان په امریکا کې د مېشتو افغانانو ګډې ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو اتحاد (HRAU) ازادي راډیو ته په استولو بیانونو کې د امریکا له دولته غوښتي چې د شکمن کس په اړه دې هر اړخیزې څېړنې وشي او د قانون په چوکاټ کې دې ورسره چلند وشي، خو ټینګار یې کړی چې د ټولو افغانانو د دوسیو ځنډولو پرېکړه لغوه او «ترهګر» دې د بې ګناه کډوالو افغانانو څخه جلا وګڼل شي.

د سي ان ان په ګډون ګڼو امریکایې رسنیو د متحدو ایالاتو د امنیتي او قانون پلي کوونکو ادارو چارواکو په حواله راپورونه ورکړي چې پلټونکو یوه ټوپک موندلی چې ګومان کیږي د ملي ګارډ پر غړو په برید کې کارول شوی وي او دوی څېړنې کوي چې شکمن کس دا کله او څنګه ترلاسه کړی دی.

دې رسنیو ویلي چې شکمن کس رحمان الله لکڼوال نومېږي چې د پولیسو په ډزو کې ټپي او نیول شوی دی.

په امریکا دا برید او تر هغه وروسته د افغان کډوالو اړوند فیصلې داسې وخت شوي چې زرګونه افغانان چې دغه هېواد ته پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو له ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې تللي،تر اوسه یې په بشپړه توګه د اوسېدو اسناد نه دي تر لاسه کړي، ځینې په دریمو هېوادونو کې دېره دي او یو شمېر نور چې د پاکستان په شان ګاونډیو هېوادونو کې امریکا ته د انتقالېدو په تمه شپې سبا کوي، د جبرې اېستنې له ګواښ سره مخ دي.