د افغانستان د وزلوبې د غوره لیګ سیالۍ په کابل کې پیلېږي

چاپندازان لونه-کلونه تمرین کوي څو وکولای شي دا سخته او خطرناکه لوبه مخته یوسي

د افغانستان د وزلوبې او نیزې وهلو فدراسیون وايي، د وزلوبې غوره لیک اووم پړاو سیالۍ به د لیندۍ یا قوس په شلمه نېټه په کابل کې پیل شي.

د دغه فدراسیون مرستیال فهیم نظري چهارشنبه د لیندۍ په پنځمه ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې په دې لوبو کې ۱۴ او ښايی له دې هم زیاتې لوبډلې ګډون وکړي. ښاغلی نظري وايي" د لیندۍ په ۱۷مه مونږ لوبډلې راغوښتي، په ۱۸ مه یو سیمینار لرو، په ۱۹ نېټه پچه اچونه ده او په ۲۰ نېټه رسماً زمونږ لوبې پیلېږي، اوس څوارلس لوبډلې دي خو امکان یې شته چې زیاتې شي. "

د ښاغلي نظري په وینا د دې لوبډلو په ترکیب کې یو شمیر بهرني لوبغاړي هم شامل دي.

دی زیاتوي چې دې لیک سره همهاله به د نیزې وهلو لوبې هم وشي.

په دې اړه نور: افغانی فلم "چاپ انداز" د اسکار جایزې ته کاندید شوی
په دې سیالیو کې به ۱۵ لوبډلې چې بهرني لوبغاړي هم پکې شامل دي ګډون وکړي.

د تېر جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې د افغانستان ملي تلوېزيون کابل کې د وزلوبې د لیګونو جوړول راپيل کړل چې دا لړۍ تر اوسه روانه ده.

دا لوبه د طالبانو په لومړۍ پړاو واکمنۍ کې بنده وه، خو اوس یې اجازه ورکړې ده.

په عین حال کې د یوشمیر ولایتونو د وزلوبې لوبډلې هم دې لوبو ته د تیاري خبره کوي.

د بدخشان ولایت د وزلوبې د فدارسیون مشر ملا حیدر حیدري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل"همغه شان چې بدخشانیانو تیر کال د خپلې لوبډلې په ترکیب کې دوه بهرني چاپندازان له قرغیزستان څخه درلودل سږ کال هم د افغانستان د وزلوبې فداراسیون په همکارۍ او د بدخشان د خلکو په مشوره دوه چاپندازان په ترکیب د دې ټیم کې شامل دي، لازم چمتوالی لرو او ښه تمرین مو کړی."

د سمنګان ولایت د وزلوبې فدارسیون رییس قاري ذبیح الله حاجي زاده هم ازادي راډیو ته وویل"د سمنګان ولایت لوبډله په ټول چمتووالي سره غواړي په کابل کې د وزلوبې په لیک کې ګډون وکړي، زمونږ چاپندازان بیخي چمتو دي."

وزلوبه د افغانستان له ملي او محلي لوبو څخه ده.

وزلوبه اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ مینه وال لري.

په دې کې د دواړه ډلو چاپ اندازان په داسې حال کې چې په اسونو سپاره وي او مخصوصې جامې یې په تن وي د لوبې لپاره حلاله شوې وزه/اوزګړی له ځمکې پورته او هڅه کوي چې د حلال دایرې ته یې ورسوي.

د وزلوبې جذابیت په هغه درنه مبارزه کې دی چې لوبغاړي یې په ګډه د اتلولۍ لپاره کوي.

د ټیم ملګري یې لار ورته خلاصوي خو مقابل سیالان یې مخه نیسي او هڅه کوي چې وزه ترې ونیسي.

د دغه کلتور ورزش د مینه‌‌‌والو په خبره د دې لوبې جذابیت همدا د چاپندازانو سخته او له شوره ډکه مبارزه ده چې په ډله‌‌‌ییزه توګه د اتلولۍ لپاره هڅه کوي.

د دې لوبې لوبغاړي کلونه-کلونه د اسونو سورلۍ زده کوي او د بدن د غښتلیا هڅې کوي څو وکولای شي دا سخته او خطرناکه لوبه مخته یوسي.

Your browser doesn’t support HTML5

ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای؟

وزلوبه د افغانستان په بلخ، کندز، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، فاریاب، جوزجان، پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې ډېر مینه‌‌‌وال لري.

په‌‌دې وروستیو کلونو کې د وزلوبې ورزش د افغانستان په جنوب، جنوب لوېدیځو او لویدیځو ولایتونو کې هم ډېر مینه وال پیدا کړي او په کندهار، هرات، غور، کونړ او نورو ولایتونو کې هم اوس د وزلوبې لوبډلې جوړې شوي دي. په ۱۴۰۰ کال کې د دې د هېواد د وزلوبې د سیالیو اتلولي کندهار ګټلې وه.

که څه هم دغه لوبه په افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو کې ځانګړی محبوبیت لري، خو لا هم په رسما ډول په اسیاسي او المپیکي سیالیو کې د قبول وړ یو ورزش په ټوګه نه‌‌‌دی منل شوی.