د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې سپینې ماڼۍ ته نژدې د ملي ګارد پر سرتیرو برید کوونکی افغان دی او ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه متحدو ایالتونو ته تللی و.
امریکایي رسنیو دغه حمله کوونکی چې په ټپي حالت کې د پولیسو لاس ته ورغلی رحمان الله لکڼوال یاد کړی دی.
نوموړي پرون چهارشنبه د واشنګټن د یوې میترو تم ځای ته نژدې د ملي ګارد پر سرتیرو ډزې وکړې او دوه تنه یې سخت ټپیان کړل.
تر دغه برید وروسته د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې د افغانانو د کډوالۍ او پنا غوښتنې بهیر یې تر نامعلومې نیټې پورې درولی دی.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " زمونږ د هېواد خوندیتوب او ساتنه زمونږ د ماموریت یوازنی تمرکز دی".
ډونالډ ټرمپ د ډزو دغه پېښه " ترهګریز" عمل بللی او ویلې یې دي چې عامل به یې لوړه بیه پرې کړي.
تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ له خپلو اړوندو ادارو غوښتي وو څو د هغو افغانانو قضیې له سره وڅیړي چې د پخواني ولسمشر جوبایډن په واکمنۍ کې متحده ایالتونو ته تللي دي.