په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرستې جورجیټ ګانیون په خوست او کونړ کې د ملکي کسانو پر وژلو خواشیني وښوده.
میرمن ګانیون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره پرون چهارشنبه د لیدو پر مهال د ملکي کسانو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه د دغو لیدو کتو خبر خپور کړی دی.
د طالبانو حکومت وایي چې پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د وړمې ورځې په بریدونو کې لس ملکیان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دوی به مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي.
که څه هم د پاکستان پوځ په دې حملو کې خپل لاس لرل رد کړي خو د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د نومبر په ۲۵ مه وویل، پر افغانستان دا تازه بریدونه د پېښور پر اف سي ځواکونو د حملې په غچ کې شوي.
پیښور کې د دوشنبې په سهار د سرحدي پولیسو پر یوه مرکز برید کې لږ تر لږه ۳ سرتیري ووژل شول او یوشمېر نور ټپيان شول.