شنونکي: پاکستان د طالبانو د حکومت ضد اقداماتو ته د مشروعیت په لټه کې دی

پاکستان کې ناکرارۍ، د یوه پوځي مرکز سرتیري

یو شمېر سیاسي کارپوهان وایي پاکستان د ګاونډیو هېوادونو د ملاتړ په خپلولو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ضد خپلو اقداماتو ته د مشروعیت ورکولو لپاره، د افغانستان اړوند خپلې ډيپلوماتيکې هلې ځلې زیاتې کړې دي.

دوی وایي، پاکستان په داسې حال کې په ځینو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د بریدونو مسؤولیت د افغانستان خاورې ته منسوبوي چې طالبان په نړیوالې دیپلوماسۍ کې رسميت نه لري او نشي کولای له ځانه دفاع وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني ديپلومات او د سیاسي چارو شنونکي زردشت شمس، د نومبر په ۲۶مه ازادي رادیو ته وویل:"پاکستان له یوې خوا پوځي عملیات او له بلې خوا ديپلوماسي مخته وړي، او هڅه کوي چې په سیمه‌ ییزو، نړيوالو سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو کې ځان قرباني او مظلوم وښيي، او دا چې د افغانستان خاوره یې پر ضد د ترهګرو یا د هغوی په خبره د ټي ټي پي لخوا کارول کېږي. بدبختانه د افغانستان لوری نړيوال رسميت او مشروعیت نه لري، او ځای یې په دې برخه کې تش دی."

غوث جانباز، بل سیاسي کارپوه وایي د سیمې هېوادونه به هڅه وکړي چې وضعیت له عمومي مدیریت څخه ونه وځي؛ ځکه په خبره یې د ناورین پراخېدل د دوی په ګټه نه دی.

هغه ازادي رادیو ته وویل، په دې شرایطو کې به پاکستان اړ شي چې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي، که څه هم شخړې ښايي تر یوې مودې دوام وکړي."پاکستان هم اړ او مجبور دی چې د خبرو اترو له لارې ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، البته د دې خبرو ترڅنګ به یو لړ جنجالونه او نښتې جریان ولري، خو نه په هغه کچه چې پاکستان یې مخکې اعلان کړی و. په ټوله کې به نه جګړه وي او نه سوله، او دا حالت به تر نامعلوم وخت دوام وکړي تر څو وضعیت په یو بل ډول پرمختګ وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویلي چې په خوست، کنړ او پکتیکا کې د نومبر د ۲۴مې ترسره شوي بریدونه چې لس ملکي وګړي پکې ووژل شول او اته نور ټپيان شول، پاکستان کړي دي او زیاته کړې چې په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

خو د پاکستان پوځ د طالبانو دا ادعا بې‌ بنسټه بللې او ویلي يې دي چې دوی په دغه نېټه پر افغانستان هېڅ پوځي برید نه دی ترسره کړی.

تر دې وروسته پاکستاني چارواکو د سیمې د ځینو هېوادونو له چارواکو، له دې ډلې ایران او تاجیکستان، سره د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه لیدلي او خبرې ېې کړې دي.

تازه د ایران د ملي امنيت د عالي شورا منشي علي لاریجاني، د پاکستان له ولسمشر، صدراعظم او لوي درستیز سره د سیمې د امنیت او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د نومبر په ۲۶مه په یوه اعلامیه کې ویلي، لاریجاني په راولپنډۍ کې د پاکستان له لوی درستیز عاصم منیر سره د «دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز امنیتي مسایلو» په اړه خبرې کړې دي.

لاریجاني د نومبر په ۲۵مه اسلام‌اباد ته په خپل دوه ورځني سفر کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر آصف علي زرداري سره هم لیدلي دي.

د دې لیدنو د اعلامیو له مخې، دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې امنیت، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د ایران–پاکستان د ګازو د پایپ لاین پروژې او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

په همدې حال کې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق،، د نومبر په ۲۶مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د دغه وزارت د جنوبی اسیا د برخې مدیر محمدرضا بهرامي سره یې د سیمې د امنیتي وضعیت او د هغو «ترهګريزو ډلو د ګواښونو» په اړه خبرې کړې چې د ده په خبره «له افغانستان څخه فعالیت کوي».

محمد صادق دغه شان ویلي چې یوه ورځ مخکې یې د تاجیکستان له سفیر یوسف شریف‌زاده سره د سیمې د امنیت، د افغانستان وضعیت، او د ترهګرۍ ضد مبارزې د همکارۍ او د ثبات د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي بي) غړي د افغانستان له خاورې د خوندي پناه ځایونه په توګه استفاده کوي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد عملیات تنظیموي.

خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې اجازه به ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او طالبانو حکومت د استازو ترمنځ د اکتوبر په ۱۹مه په دوحه او استانبول کې پر اوربند هوکړه شوې وه خو له دې پرته درې پړاوه خبرو کې هېڅ عملي پرمختګ ونشو.

دا خبرې د پاکستان له خوا د اکتوبر د ۹مې د هوايي بریدونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو د دواړو خواوو تر منځ له نښتو وروسته ترسره شوې؛ د پاکستان او طالبانو حکومت هغه مهال یو بل ته د درنو تلفاتو او زیانونو د رسولو ادعا هم کړې وه او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ملکي خلک هم د دغو نښتو له پایلو زیانمن شوي وو.