سپینې ماڼۍ ته نژدې د ملي ګارد پر سرتیرو ډزې شوي، امریکایي رسنیو بریدګر افغان بللی دی

د امریکا د ملي ګارد سرتیري

د امریکا د ملي ګارد دوه تنه سرتیري سپینې ماڼۍ ته نژدې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ټپيان شوي دي.

لویدیځو اژانسونو د ( ایف.بي.آی) د مشر کش پټېل په حواله ویلي چې د دواړو ټپيانو حالت نازک دی.

پیښه په ځایي وخت د چهارشنبې په ورځ د ماسپښین په ۲:۱۵ دقیقو ( د افغانستان په وخت تیره شپه) د فارګوټ ویسټ میترو تم ځای ته نژدې شوې ده.

پټېل تر پیښې دوه ساعته وروسته خبریالانو ته په خبرو کې پیښه " د تاوتریخوالي یو ناوړه اقدام" وباله.

د واشنګټن ډي سي ښاروالې مورېل باوسر دا " هدفي برید" بللی او ویلي یې دي چې مشکوک بریدګر د پولیسو له خوا توقیف شوی دی.

رویټرز د دوو امریکایي رسنیو ( ان.بي.سي) او ( سي.بي.ایس) په حواله ویلي چې بریدګر یو افغان و او د یوه امنیتي سرتیري په ډزو کې تر ټپي کېدو وروسته نیول شوی دی.