په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازولۍ: امنیت شورا دې د پاکستان مخه ونیسي

خوست-ګربز ولسوالي- د الوتکو په بمبارۍ کې ۹ ماشومان او یوه میرمن ووژل شول- د نومبر ۲۵-

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې استازولۍ د افغانستان په ختیځ کې وروستي هوایي بریدونه غندلي او له امنیت شورا څخه یې د پاکستان پر ضد د اقدام غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي له پاکستانه غوښتي چې د روغې جوړې خبرو ته دې ستون شي.

د افغانستان په څو ختیځو ولایتونو کې د وروستیو هوايي حملو په اړه د غبرګونونو په دوام په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه په دې اړه د اقدام غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق پرون سې شنبه د نومبر ۲۵ مه په خپله اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې دا بریدونه غندلي او لیکلي یې دي چې امنیت شورا دې د نورو سرغړونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

نوموړي دغه حملې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو بشري قوانینو څخه سرغړونه بللې او لیکلي یې دي :"د بل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه او په خپلو کورونو کې د ماشومانو وژل هیڅکله د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه نه ده. "

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ټینګار کړی چې په افغانستان او سیمه کې د تل پاتې سولې، امنیت او ثبات یوازینۍ حل لاره په دغه هیواد کې د عدالت، د قانون پر حاکمیت، د خلکو په ارادې او نړیوالو مکلفیتونو ته د بشپړ درناوي پر بنسټ د یو مسول، ټول شموله او حساب ورکونکي حکومت رامنځته کول دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ ویلي د ملکي وګړو ساتنه مهمه ده او ښکیل اړخونه دې یو وار د خبرو میز ته راوګرځي او تاوتریخوالی دې بند دي.

ریچارډ بېنیټ په خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما هغه بیان شریک کړی چې وايي په خوست او کونړ کې د هوايي بریدونو له امله ۱۰ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي، ریچارډ بینټ لیکلي یوناما نړیوال قانون ته د درناوي او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرون د نومبر په ۲۵ مه وویل چې د پاکستان هوايي ځواکونو د دې هیواد په کونړ، خوست او پکتیکا هوايي حملې کړي دي، چې له امله یې لس ملکیان وژل شوي او لږ ترلږه اته نور ټپیان شوي دي.

په دې حمله کې د خوست د ګربز ولسوالۍ د مغلګي سیمې د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي چې ۹ یې ماشومان او یوه میرمن ده.

د دې کورنۍ یوه غړي شربت خان ازادي راډيو ته وویل چې د شپې خبر شو چې د ورور په کور یې هوايي حمله شوې ده.

"زموږ په دې پاس کور کې زما یو زوی چې لږ غټ وو نور ټول ماشومان وو، درې ماشومان ژوندي پاتې شوي او نور ټول شهیدان شوي دي، دا اولنۍ پېښه نه ده چې زه اوس تاسو ته وژاړم، له دې مخکې هم پاکستان دلته خلک وژلي او بمبارونه یې کړي دي، موږ له نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کوو چې له موږ سره ډېر ظلم شوی دی، باید پوښتنه یې وشي، ځکه د پاکستان ډېر ظالم حکومت دی او له تېرو ۴۰ کلونو راهیسي په موږ ظلمونه کوي."

د همدې کلي یو بل اوسېدونکی محمد زمان وايي زیانمنه شوې کورنۍ ډېره بې وزله وه او په پټیو کې یې خواري مزدوري کوله.

"دا زموږ کلیوال دي، پاکستان پرې حمله وکړه ټول لس کسان یې شهیدان شول او درې یې ټپیان شوي دي، دوی ډېر بې وزله خلک دی، دوی خپلې ځمکې کرلې او د لرګیو کاروبار یې کاوه، ټول ولسي وګړي دي او هیڅ ډول له حکومت سره تړلي نه دي."

د مغلګي کلي یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د دوی په سیمه کې هیڅ ډول وسله واله ډله فعالیت نه لري او په خبره یې پاکستاني هوايي ځواک بې ګناه خلک په نښه کړي دي.

که څه هم د پاکستان پوځ د دې هیواد رسنیو ته په دې حملو کې خپل لاس لرل رد کړي خو د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي پرون د نومبر په ۲۵ په خپله ایکس پاڼه لیکلي په افغانستان باندې دا تازه بریدونه د پېښور پر اف سي ځواکونو د حملې په غچ کې شوي.

په پېښور کې دنومبر په ۲۴ مه د اف سي ځواکونو په مرکزي قرارګاه باندې ځانمرګي برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي چې ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او له نورو وسله والو ګروپونو سره په ګډه په پاکستان باندې خپلې حملې له هماغه ځایه تنظیموي، خو طالبانو دا تور په وار وار رد کړی او ټینګار یې کړی چې اجازه نه ورکوي له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر اکتوبر په ۱۹ مه په دوحه او استانبول کې د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ په اوربند هوکړه شوې وه، چې د طالبانو د حکومت په وینا پاکستان په وروستۍ حملې سره دا اوربند هوکړه ماته کړه.

د طالبانو حکومت ګواښ کړی چې د پاکستان د وروستۍ حملې مناسب ځواب به ورکړي.

دا تاوتریخوالۍ د تېرې اکتوبر له ۹ مې وروسته له هغې پیل شو چې د طالبانو حکومت پاکستان د کابل د هوايي حریم په نقض او په پکتیکا کې په هوايي حملو تورن کړ او وروسته یې د همدې میاشتې په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوستو حملې وکړې.

دغه نښتو په وقفه یې ډول د اکتوبر تر ۱۹ مې دوام وکړو خو وروسته دواړو لوریو په دوحه او استانبول کې په اوربند هوکړه وکړه خو د مسلې دایمې حل ته ونه رسېدل.