ټاکل شوې چې د آسیا د ۱۷ کلنو د جام د لوبو په لړۍ کې افغانستان په خپله دوهمه لوبه کې نن چارشنبې له سوریې سره مخامخ شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۵ بجو په میانمار کې ترسره کېږي.
د افغانستان د اولس کلنو د فوټبال ملي لوبډله د دې جام په مقدماتي لوبو کې له میانمار، عمان، نیپال او سوریې په جي ګروپ کې ده.
افغان لوبډلې د شنبې په ورځ له میانمار سره په لوبه کې ۱-۳ ماتې وخوړه.
میانمار د ۶ امتیازونو په لرلو سره تراوسه د جي ګروپ په سر کې دی او عمان او سوریه چې درې- درې امتیازونه لري، په دوهم او دریم ځای کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اولس کلنو د فوټسال ملي لوبډلې د آسیايي لوبو په وروستي پړاو کې د ایران په ماتولو سره د دې لړۍ اتلولي وګټله.