په استانبول کې زرګونه فعالانو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پرضد مظاهره وکړه

په استانبول کې د پروني لاریون یوه څنډه

زرګونه کسان پرون د ترکیې په استانبول ښار کې راټول شول او د ښځو پر وړاندې د تشدد پرضد یې مظاهره وکړه.

معترضانو چې اکثر ښځې وې د استانبول ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې لاریون وکړ او په ترکیه کې د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالی یې وغانده.

په تېرو کلونو کې به چې په ترکیه کې د ښځو پر وړاندې د تشدد د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت لاریونونه کېدل، ډېر کله به پولیسو معترضان نیول خو سږکال پولیسو پرته له دې چې مداخله وکړي، د دوی امنیت نیولی و.

د ښځو د یوې مدافع ټولنې د ارقامو له مخې د روان ۲۰۲۵ کال له جنوري څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ترکیه کې ۲۳۵ ښځې د نارینه وو له خوا وژل شوي او د ۲۴۷ نورو ښځو د مړینو علتونه نه دي روښانه شوي.