د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وايي، په خوست او کونړ ولایتونو کې د هوايي حملو په پایله کې لږترلږه لس ملکي وګړي وژل شوي دي.
یوناما پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي دي چې د دې حملو ډېری قربانیان ماشومان و. د بیان له مخې په دې هوايي حملو کې شپږ نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د ملګروملتو مرستندوی ماموریت نړیوالو قوانینو ته د درناوي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت پرون تور ولګاوه چې د پاکستان جنګي جټ الوتکو د دوشنبې په شپه ناوخته په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې هوايي حملې کړي، خو د پاکستان پوځ وویل چې په افغانستان کې یې هېڅ حمله نه ده کړې او په دې اړه یې د کابل ادعاوې بې بنسټه وبللې.
د دې حملو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د دوشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د دولتي ملېشو پر مرکز د وسله والو د برید په نتیجه کې درې سرتېري ووژل شول.