پاکستان ردکړه چې ګنې پرافغانستان یې بریدونه ترسره کړي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري په یوه بیان کې چې د پاکستان دولتي ټلویزیون پي ټي وي خپورکړی، ویلي چې پاکستان پرافغانستان برید ندی کړی او زیاته کړې یې ده، هرکله چې دوی برید کوي نو په ښکاره او مناسب ډول یې اعلانوي. هغه همدارنګه د افغان لوري هغه ادعا چې وایي په دغو بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، بې بنسټه وبلله.
تردې مخکې د طالبانو حکومت پرافغانستان د پاکستان تازه هوایي بریدونه په کلکه وغندل او ویې ویل چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به ورته ځواب ورکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې “د پاکستاني پوځيانو له خوا په پکتيکا، خوست او کنړ ولايتونو کې د تېرې شپې هوايي بريدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره ښکاره په ټکرکې دي. د ښاغلي مجاهد په وینا د خوست د ګربزو په مغلګۍ سیمه کې د پاکستان پوځ د شپې شاوخوا ۱۲ بجې پریوه کور بمبار کړی چې لږ تر لږه ۹ ماشومان، ۵ هلکان او ۴ نجونې او یوه ښځه پکې وژل شوي دي. ښاغلي مجاهد همدارنګه په کونړاو پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ۴ ولسي وګړو د ټپي کیدو خبرورکړی.
دغه بریدونه وروسته له هغې کیږي چې پرون دوشنبې په پیښورکې پریوه پوځي مرکز په ځانوژونکي برید کې لږلږترلږه درې پوځیان ووژل شول او یولس نور ټپیان شول.
وروسته له هغې چې د اوکتوبر په نهمه پرکابل او پکتیکا پاکستان هوایي بریدونه وکړل او طالبانو یې په وړاندې په غچ اخیستونکو بریدونو کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي پوستې په نښه کړې، د اکتوبر په ۱۹ دواړو لورو په دوحه کې پریوه اوربند موافقه وکړه چې د ټینګښت اود دواړو لورود اختلافاتو د هواري لپاره یې په استانبول کې د خبرو دوه نور پړاوونه هم ترسره شول چې بې نتیجې پای ته ورسیدل.