په افغانستان کې د پاکستان د تازه هوایي بریدونو د غبرګونو په ترڅ کې د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي پرخوست، کونړاو پکتیکا د پاکستان نوي هوایي بریدونه په کلکه غندلي دي.
ښاغلي کرزي نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي، دغه بریدونه چې د ده په خبره کوچینیان او میرمنې پکې شهیدان شوي، د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼي. هغه له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب پربنسټ اړیکې خپلي کړي، عاقبت اندیشي وکړي او د تخریبي او دښمنانه پالیسو له تکرارولو دې ډډه وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد هم نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه د دغو بریدونه غندنه کړې او له هغو کورنیو سره چې عزیزان یې له لاسه ورکړي، د خپلې خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د ملکي خلکو وژل او د لویې جګړې د رامنځته کېدو خطر لوړول، د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل نه دی. ښاغلي خلیلزاد ویلي چې زغم لرونکې او واقعي ډیپلوماسي تر ټولو ښه لاره ده.