د طالبانو حکومت ویلي چې پاکستاني پوځ په خوست، کونړ او پکتیکا کې بمباري کړې او ملکیانو ته یې مرګژوبله رسولې.
ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د خوست د ګربزو په مغلګۍ سیمه کې د پاکستان پوځ د شپې شاوخوا ۱۲ بجې بمبار کړی.
د هغه په خبره لږ تر لږه ۹ ماشومان چې ۵ هلکان او ۴ نجونې دي او یوه ښځه په دې بریدونو کې وژل شوي.
ښاغلي مجاهد له خپل بیان سره ګډ په بریدونو کې د وژل شویو ماشومانو انځورونه هم خپاره کړي دي چې ازادي راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
د ذبیح الله مجاهد بیان او ګډ انځورونه
د طالبانو ویاند همدارنګه زیاته کړې چې پاکستاني پوځ په کونړ او پکتیکا کې هم ځینې سیمې بمبار کړي دي.
د هغه په خبره په کونړ او پکتیکا کې لږ تر لږه ۴ ملکیان د پاکستان په بریدونو کې ټپيان شوي دي.
پاکستاني پوځ لا د دغو بریدونو په تړاو څه تبصره نه ده کړې.
خو د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اچکزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي په افغانستان باندې دا تازه بریدونه د پېښور پر اف سي ځواکونو د پرونۍ حملې په غچ شوي.
هغه زیاته کړې چې پاکستاني جټ الوتکې د پکتیکا په برمل باندې ګرځي او له هغو سیمو د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېږي چې د ده په خبره د ټي ټي پي او داعش خراسان امن ځایونه پکې دي.
په پېښور کې د دوشنبې په ورځ اف سي ځواکونو په مرکزي قرارګاه باندې ځانمرګي برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
تر هغه مخکي هم د نومبر په یوولسمه په اسلام آباد کې د یوې محکمې د ودانۍ مخته ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.
پاکستاني چارواکو وویل چې هغه ځانمرګی برید یوه افغان تبعه کړی وو او د برید پر مهال ورته له افغانستانه لارښوونه کېدله.
پاکستاني چارواکی تور پورې کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او له نورو وسله والو ګروپونو سره په ګډه په پاکستان باندې خپلې حملې له هماغه ځایه تنظیم او مخته وړي.
دا تور د طالبانو حکومت په کلکه رد کړی او ټینګار یې کړی چې اجازه نه ورکوي له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.
پاکستان یو وار بیا وروسته له هغه پر افغان خاوره بریدونه کړي چې د نومبر په لومړیو کې یې د اوربند د هوکړې په تړاو په استانبول کې له طالب چارواکو سره خبرې له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدې که څه هم مخکینی اوربند نافذ وو او د کومې نښتې راپور نه وو ورکړل شوی.
طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو د اکتوبر په میاشت کې خونړۍ نښتې وکړې چې د دواړو خواوو ځواکونو ته ډېره مرګژوبله واوښته. ملګرو ملتونو بیا ویلي وو چې اکتوبر میاشت په افغانستان کې د بریدونو په نتیجه کې لر لږه پنځوس افغان ملکیان ووژل شول او شاوخوا ۴۵۰ نور کسان ټپیان شول.