په پېښور کې ځانمرګي برید ۳ پاکستاني عسکر وژلي او ۱۱ نور کسان یې ژوبل کړي

د پېښور د اف سي ځواکونو مرکزي قرارګاه چې نن سهار پرې برید شوی

د پېښور پولیسو تایید کړې چې د دوی دری ملیشه سرتیري په ننني ځانمرګي برید کې وژل شوي.

د پېښور د پولیسو مشر میا سعید رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي بریدګر د سرحدي پولیسو د مرکز مخ ته برید کړی.

هغه ویلي پولیسو دوه نور بریدګر مرکز ته د ننوتلو څخه مخکې په ډزو سره وژلي دي.

برید صدر روډ سره شوی چې ګڼه ګوڼه لري

د ملیشه سرحدي پولیسو دغه مرکز د پیښور د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه صدر روډ کې موقعیت لري او نږدې ورته د پوځ یو مرکز هم پروت دی.

اخوا د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وايي، روغتون ته ۱۱ ژوبل کسان لېږدول شوي چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.

پر اېف سي مرکز د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په دې اړه نور: پېښور کې د اېف سي پر مرکز برید کې ۳ سرتېري وژل شوي دي

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده.

په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي د پېښور د ننني برید عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

هغه د پېښور د سرحدي پولیسو د یوه مرکز مخ ته نننی سهارنی ځانمرګی برید غندلی دی او په عین حال کې یې د لا زیاتو مرګژوبلو په مخنیوي کې د پاکستاني پوځیانو «په وخت عمل» ستایلی دی.

د نومبر په ۱۱مه هم د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د محکمې ودانۍ بهر یوه ځانمرګي بریدګر ۱۲ کسان ووژل.

هغه برید چې پاکستان وویل له افغانستان څخه پلان شوی و.

د پاکستاني طالبانو یوې ډلې د هغه برید مسوولیت منلی وو.

پاکستان د پخوانیو بریدونو پړه پر وسله والو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اچولې چې په ادعا یې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.

کابل دا تور ردوي، او وايي چې اسلام آباد دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه په دوی نه اچوي.