د جینوا له ( بریالیو) خبرو وروسته واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر احتمالي سفر

په جینوا کې د امریکایي او اوکرایني مرکچیانو غونډه

د امریکا او اوکراین چارواکي د جینوا په خبرو اترو کې د پرمختګ خبره کوي. د دواړو هېوادونو چارواکي پرون یکشنبه په جینوا کې جرګه شوي وو او د هغه وړاندیز شوي پلان په اړه یې خبرې وکړې چې متحده ایالتونو د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په هدف جوړ کړی دی.

د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې "خبرې رغنده، متمرکزې او د درناوي وړ وې، او د عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره یې په ګډې ژمنې ټینګار وکړ."

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دواړو خواوو "موافقه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې په ګډو وړاندیزونو جدي کار ته دوام ورکړي او له اروپایي شریکانو سره په تماس کې پاتې شي."

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې په خبرو اترو کې یې د امریکايي پلاوي مشري کوله، وویل چې خبرو "ډیر پرمختګ" درلود او زیاته یې کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه مهال "خوښ" شو چې دوی ورسره د خبرو جزییات شریک کړل.

د اوکراین ستر مرکچي انډري یرماک هم وویل چې دوی "ډیر ښه پرمختګ کوي او د یوې عادلانه او تلپاتې سولې په لور روان دي."

په عین حال کې، څو لویدیځو خبري اژانسونو، د نامعلومو سرچینو په حواله، راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو او اوکراین چارواکي واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر د احتمالي سفر او ټرمپ سره یې د لیدو کتو په اړه بحث کوي.

رویټرز، د یوې سرچینې په حواله ویلي چې د ټرمپ او زلنسکي احتمالي خبرې به د سولې د وړاندیز شوي پلان په اړه او تر ډېره هغو حساسو مسایلو په اړه وي چې یوه هغه یې روسیې د اوکراین د یوې برخې سپارل دي.

پلان لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی خپور شوی؛ خو د هغه مهم ټکي څرګند شوي دي.

د کیف متحدینو خبرداری ورکړی چې دا پلان د روسیې په ګټه جوړ شوی.

د مسودې په یوه برخه کې له اوکراینه غوښتنه شوې چې د جګړې پای ته رسولو لپاره خپله ځینې سیمې روسیې ته وسپاري او د خپلو وسله والو ځواکونو شمېر کم کړي.

په بدل کې به اوکراین د "امنیت تضمینونو" ترلاسه کړي، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو له خوا او اجازه به ورکړل شي چې په اروپایي اتحادیه کې شامل او ځینې مالي ګټې به ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې به له روسیې څخه وغوښتل شي چې د اوکراین له ځینو هغو سیمو څخه چې اوس مهال یې نیولي دي ووځي.