د غزې د ملکي دفاع اداره وایي، د اسراییل په بېلابېلو بریدونو کې پرون شنبه لږ تر لږه ۲۱ تنه فلسطینیان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
د فرانسپریس د راپور له مخې، حماس او اسراییل یوځل بیا یو بل د نازک اوربند په ماتولو تورن کړي دي.
متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.
فرانسپریس لیکلي، د اکتوبر له لسمې راهیسې چې غزه کې د امریکا په منځګړیتوب اوربند نافذ شوی، پرون د لیندۍ لومړۍ تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د اسراییل پوځ وایي " یو وسله وال ترهګر" غزه کې له ټاکل شوې زیړې کرښې اوښتی او پر اسراییلي سرتیرو یې ډزې کړي.
د اسراییل د پوځ په وینا، د دغو ډزو په ځواب کې دوی په غزه کې د دوی ټکو " د ترهګرو" پر پټن ځایونو بریدونه کړي دي.
خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.