له اروپايي ملاتړه برخمن اوکراین جینیوا کې امریکایي چارواکو سره مهمو مذاکراتو ته کیني

د جګړې کرښې ته نږدې د اوکراین کوستانتینیوکا ښار کې د هستوګنې یوه ودانۍ چې د روسي ځواکونو توغندیز برید کې ویجاړه شوې.

د اوکراین چارواکي چې اروپايی ملاتړ ورسره دی نن (د نومبر په ۲۳مه) په جینیوا کې امریکايي چارواکو سره غونډه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې دپلان په اړه خبرې کوي . د کیف متحدین وايي دغه ۲۸ ماده ییز پلان ترډیره د مسکو ګټې خوندي کوي.

د اوکراین اروپايي ملاتړو هیوادونو ، چې مشري یې د E3 ، یا بریتانیا، فرانسې او جرمني لخوا کیږي ددغه پلان په اړه چې لا تر اوسه رسما نه دی اعلان شوی خو مهم ټکې یې افشا شوي، اندیښنه څرګنده کړې ده.

د پلان ډیری شرایط د کیف لخوا روسیې ته د پراخه امتیازاتو دمنلو وړاندیز کوي او داسې ښکاري چې د کریملین ډیری غوښتنې منعکسوي.

ددغه پلان سره سم به اوکراین د لوهانسک او ډونیتسک سیمو او کریمیا څخه لاس اخلي او دخپلې اردو حجم به هم محدودوي.

دغه راز له کیف غوښتل کیږي چې د یوه قانون له مخې ،ناټو سره داوکراین له یوځای کیدو لاس واخلي، دناټو ځواکونو په تحرکاتو هم محدودیتونه لګوي او په روسیې باندې لګول شوي مالي تعزیرات کموي.

په مقابل کې یې اوکراین یوډول امنیتي ضمانتونه چې د پام وړ به یې د امریکا لخوا وي ترلاسه کوي ، اوکراین له اوروپايی اتحادیې سره یوځای کیږي او مالي امتیازات به هم ترلاسه کړي.

دغه راز له روسیې غوښتل کیږي چې د اوکراین له ځینو هغو سیمو چې اوس یې تراشغال لاندې دی ووځي.

ولسمشر ټرمپ پرون په خپل پلان کې دبدلون د امکان خبره په داسې مهال وکړه چې د کانګرس یو شمیرغړو او بهرنیو متحدینو یې مخالفت کړی دی .

ټرمپ د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پلان یې اوکراین ته وروستی وړاندیز دی ؟ وویل چې نه.

هغه زیاته کړه :

مونږ هڅه کوو چې دا پای ته ورسوو. په یوه یا بله لاره، موږ باید دا پای ته ورسوو،.


د اوکراین اروپایي متحدین، چې د متحده ایالاتو د پلان د مسودې په تیارولو کې دخیل نه وو، ویلي چې دا وړاندیز "نور کار" ته اړتیا لري.

د بریتانیا، جرمني، فرانسې، هسپانیې او ایټالیا مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې او دغه راز د اروپايي اتحادیې لوړ پوړو چارواکو او د جاپان او کاناډا مشرانو خبرداری ورکړ چې پولې "باید په زور بدلې نشي." دوی اندیښنه څرګنده کړې چې د اوکراین په پوځ محدودیتونه به دغه پوځ د راتلونکو بریدونو په وړاندې زیانګالی کړي.

په جلا توګه، د بالتیک ۸ هېوادونو ډلې په خپله اعلامیه کې وايي چې دوی د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره خبرې کړې دي ترڅو له خپلې خوا د کیف په ملاتړ ټینګار وکړي او په داسې حال کې چې د روسیې د نور تیري د مخنیوي لپاره د اروپا دفاع پیاوړې کوي ژمنه یې کړې چې د وسلو لیږد ته به دوام ورکړي.

په یوه ګډه اعلامیه کې، ډنمارک، استونیا، فنلینډ، آیسلینډ، لاتویا، لیتوانیا، ناروې او سویډن وویل:

روسیې تر اوسه پورې د اوربند یا د سولې په لور د کوم ګام پورته کولو ژمنه نه ده کړې.


بیان زیاته کړه: "هغه حل لارې چې د اوکراین حاکمیت ته درناوی کوي او اوکراین او اروپا ته پراخ امنیت او ثبات راولي، زموږ بشپړ ملاتړ لري."

د پلان په وړاندې د ډیموکراټانو او جمهوري پلوو مخالفت

د امریکا پلان باندې د ټرمپ د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند د مخکښو غړو لخوا هم انتقاد شوی ، ان تردې چې سیالو ډیموکراتانو سره یوه ګډه اعلامیه کې یې په وړاندیز شوي پلان کې د بدلونونو غوښتنه کړې.

اعلامیه چې د دریو ډیموکراټانو ، یو جمهوري پلوي او یو مستقل سناتور لخوا لاس لیک شوې وايي :

مونږ به د [روسیې ولسمشر ولادیمیر] پوتین ته د پرله پسې امتیازونو په ورکولو او په وژونکي ډول د اوکراین د دفاعي امکاناتو په کمزوري کولو سره تلپاتې سوله ترلاسه نه کړو،


اعلامیه زیاتوي : "تاریخ مونږ ته درس راکوي چې پوتین یوازې د زور په ژبه پوهیږي اودی به هیڅ ډول داسې تړون ته چې دځواک ملاتړ ورسره نه وي ژمن پاته نشي ،"

د سنا پخواني مشر، تجربه کار جمهوري غوښتونکي سناتور میچ مک کانل، په X پاڼه ولیکل : "د روسیې قصابۍ ته انعام ورکول به د امریکا د ګټو لپاره ویجاړونکي وي."

دغه راز د سنا د وسله والو خدماتو کمیټې رئیس، جمهوري غوښتونکي راجر ویکر وویل چې هغه "ډیر شک" لري چې دا پلان به سوله راولي.

دغه سناتور په یوه بیان کې وویل: "اوکراین باید اړ نه شي چې خپلې ځمکې د نړۍ یو له خورا ښکاره جنګي مجرمینو څخه ، ویلادیمیر پوتین، ته ورکړي."

بلخوا د اوکراین ولسشمر ولودیمیر زیلنسکي ویلي چې هیواد یې د خپل تاریخ ترټولو سختو شیبو سره مخ دی.

زیلنسکي : اوکراین د خپل تاریخ ترټولو سختو شیبو سره مخ دی


زیلنسکي خبرداری ورکړ چې اوکراین له دې خطر سره مخامخ دی چې “یو مهم شریک” له لاسه ورکړي، خو ټینګار یې وکړ چې هېواد به یې له خپلو “ملي ګټو سره خیانت” ونه کړي.

دا پوره څرګنده نه ده چې د جینیوا په نننیو خبرو کې کوم چارواکي برخه اخلي او خبرې به څومره دوام وکړي خو یوه پوځي الوتکه چې اوکرایني چارواکي یې لیږدول د سویس دغه ښارکې لاد مخه ښکته شوې.

د اوکراین انتونوف ډوله پوځي الوتکه چې پرون د نومبر په ۲۲مه د جینیوا په هوايی ډګر کې د کوزیدو په مهال لیدل شوې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې تمه ده بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په غونډه کې ګډون وکړي.

ولسمشر زیلنسکي د جمهوري ریاست د دفتر رئیس اندری یرماک دخپل نهه کسیز مرکچې پلاوي چې داستخباراتو مشر کیریلو بوډانوف هم په کې دی ،مشرټاکلی دی.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس په برلین کې د حکومتي سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي چې جرمني، بریتانیا او فرانسه به په واشنګټن فشار راوړي چې د سولې لپاره خپل پلان باندې بیاکتنه وکړي او دوی لادمخه امریکایانو ته وړاندیز شوي بدلونونه لیږلي دي.