په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونو خونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د تړون د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.
دغه سفارت پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې که څه هم د دغه تړون په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو لیکلي یې دي چې د دې هوکړې په لاسلیک سره د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د همکاریو فرصتونه لا پراخه شول.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي ایران د افغانستان ښه سوداګریز شریک دی او د دغه هوکړې په لاسلیک سره به د سوداګرۍ، پانګونې او د خصوصي سکټور په برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ ته وده ورکړل شي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "زه په دې باور یم چې له ایران سره به زموږ سوداګریزې اړیکې لا نورې ښه شي، او کومې ستونزې چې شته د ګډې خونې په رامنځته کېدو سره به هغه هم ختمې شي، د دې ترڅنګ د چاه بهار بندر کې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو مسله ده چې په دې هم کار روان دی."
نوموړی وايي اوس مهال له ایران سره افغانستان په کلني ډول د دوه نیم ملیارده ډالرو په اندازه سوداګریزه راکړه ورکړه لري او هڅه روانه ده چې دا اندازه لاپسې پراخه شي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې ۵۰ ورځو راهیسي پاکستان له افغانستان سره د هر ډول تګ راتګ لپاره ټولې دروازې بندې کړي او اوس مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ هر ډول سوداګري بنده شوې ده چې له امله یې د دواړو لوریو سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
د طالبانو حکومت د پاکستان د دې اقدام په غبرګون کې افغان سوداګرو ته له پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ د بندیدو خبردای ورکړی او ظاهرا د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو د پیدا کېدو په هڅه کې دی.
طالبانو ته نږدې رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې نن د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان د وچې او تازه میوې صادارت پیل شي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هدف اوس مهال د هند په سفر بوخت دی.
نوموړي هندي رسنیو ته ویلي طالبان چمتو دي چې له هغه هیواده سمنټ، درمل او خوراکي توکمي وارد او له افغانستانه پنبه، وچه او تازه میوې هند ته صادرې کړي.
سربیره په دې تازه د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د اریانا افغان هوايي شرکت درې چارتر الوتکې پیري تر څو بیلابیلو هیوادونو ته د افغانستان د صاداراتو لېږد اسانه کړي، خو دا چې دا الوتکې کله او له کوم هیواده اخیستل کیږي په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
یو شمېر افغان سوداګر د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د بدیلو لارو پیدا کول ښه اقدام ګڼي خو وايي نورې نړۍ ته د افغانستان په صادارتو ډېر لګښت راځي چې افغان سوداګر یې توانايي نه لري.
له ډلې یې بشیر افغان ازادي راډيو ته وویل: "د بدیلو لارو پیدا کول ډېر مهم دی او دا ښه اقدام دی، خو زموږ سوداګر، بزګر او بڼوال د دې وسه او توان نه لري چې مالونه په نړیوال سټنډر بسته بندي کړي او بله خبره داده چې نورې نړۍ ته زموږ په مالونو لوړ لګښته راځي چې د دې توانايي موږ نه لرو."
دی له کابل او اسلام اباد غواړي چې سیاسي مسایل دې له سوداګرۍ لیرې وساتي او اجازه دې ورکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري دوام ومومي.
پاکستان د تېرې اکتوبر په ۱۱ مه په د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د تورخم په ګډون له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي اوس مهال د پاکستان په کراچي بندر کې د افغان سوداګرو تر ۳ زره کانټینره مال بند دی چې هره ورځ د یو کانټینر په سر سل ډالره لګښت راځي.
بل لوري بیا د پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د تورخم د بندیدو له امله یوازې د اسلام اباد عمده پلورونکو ته میلیونونه روپۍ زیان رسېدلی دی.
د پاکستان ایکسپریس ټربیون په یو راپور کې ویلي چې هر عمده پلورونکي تر لږ ترلږه ۱۵۰ لکه پاکستانۍ روپۍ مالي زیان اوښتی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د طالبانو حکومت د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ د لارو د نه پرانیستل کېدو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ځنډ مسوول دی.
د دې وزارت ویاند، طاهر اندرابي، پرون جمعه د نومبر ۲۱ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې اسلاماباد د کابل له لوري د ټي ټي پي په شمول د وسله والو ډلو د دوامدار ملاتړ له امله له افغانستان سره خپلې لارې بندې کړي دي، خو په افغانستان د ټي ټي پي د موجودیت په اړه د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې په وار وار رد کړي دي.