فاطمه بوش د نړې د ښکلا ملکه شوه

Your browser doesn’t support HTML5

تیره شپه، په تایلینډ کې د "د نړۍ د ښکلا ملکې" سیالۍ په پای کې، له مکسیکو نه فاطمه بوش د ۱۲۰ نجونو په ډله کې بریا ته ورسېده. مګر د وروستیو پایلو له اعلان څخه دمخه، سیالي له خنډونو او کړکیچنو شیبو ډکه وه. د فاینل څخه څو ورځې دمخه، د سیالۍ تایلینډي تنظیم کونکي په یوه عامه غونډه کې فاطمه بوش ته سپکاوی وکړ، هغه یې د خپلو دندو د یوې برخې غفلت کولو لپاره "ناپوهه" وبلله. بوش سمدلاسه له غونډې ووته. دې پیښې پراخ غبرګونونه راوپارول؛ د مکسیکو ولسمشرې د فاطمې بوش ملاتړ وکړ او ویې ویل فاطمه د هغو میرمنو لپاره یوه ښه بیلګه وه چې د بې احترامۍ په وړاندې ودریږي. ټایلنډي تنظیموونکو وروسته له فاطمې بښنه وغوښته. د تاج له ترلاسه کولو وروسته، هغې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل غواړي څه چې ده هماغسې ځان ښکاره کړي او د هغه چا په توګه یاده شي چې "د ښکلا ملکې په اړه یې د خلکو نظر تر یوې اندازې پورې بدل کړی." د مکسیکو ولسمشرې کلاوډیا شینباوم هم بوش "د ښځو لپاره د تاوتریخوالي په وړاندې د غږ پورته کولو لپاره یوه نمونه" وبلله او ویې ویل: "ښځې هغه وخت ډیرې ښکلې وي کله چې دوی احتجاج کوي." په مکسیکو کې، زرګونو خلکو د ښکلا ملکې د تاج ایښودلو مراسم ولیدل او د فاطمې بریا یې ولمانځله.

فاطمه بوش د نړې د ښکلا ملکه شوه