د ایران پولیسو د دې هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې ۲۳۰ افغان کډوال نیولي دي

د ایران پولیسو د دې هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې ۲۳۰ افغان کډوال نیولي دي. ایراني چارواکي وايي چې دا اقدام د غیر قانوني بهرنیانو په وړاندې د پراخو اقداماتو یوه برخه ده. په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ هم تأییدوي چې د دوی د کورنۍ غړي او خپلوان چې د کار لپاره ایران ته تللي وو، په یاد هېواد کې نیول او وهل ډبول شوي دي.
د پروان ولایت یو اوسېدونکی دی چې وايي دې وروستیو کې یې د ماما زوی د اقتصادي ستونزو او کار لپاره په غیر قانوني لارو ایران ته سفر کړی و.

ده چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل چې د ماما زوی یې په دې وروستیو کې د ایران پولیسو نیولی دی او کورنۍ یې د وضعیت په اړه سخته اندېښمنه ده: "زما د ماما زوی په همدې اوونۍ کې د ایران پر لور خوځېدلی و، پرون یې چا پلار ته احوال ورکړی و چې په لاره کې ایراني پولیسو نیولي دي، کورنۍ یې او موږ ټول اندېښمن یو، هغه د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله افغانستان نه تللی و."

د سمنګان ولایت یوه اوسېدونکې ناهيد هم وايي چې د دې د خاله زوی او د هغه یو شمېر ملګري چې د کار موندلو لپاره ایران ته روان وو، د ایراني پولیسو لخوا نیول شوي او سخت وهل شوي دي: "۱۸ سمنګاني ځوانان په قاچاقي لاره ایران ته تلل چې د پولیسو لخوا نیول شوي او ډېر وهل ډبول شوي وو چې د وهلو نښې یې لا هم په بدن کې ښکاري او د دوی په ډله کې زما د خاله زوی مجیب هم نیول شوی و چې وروسته کمپ ته انتقال شوی و او افغانستان ته راډیپورت شول."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ایران پولیسو په دې وروستیو کې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې شاوخوا ۲۳۰ افغان کډوال نیولي دي.

ایراني چارواکي دا نیول د هغه پراخ پلان برخه بولي چې په یاد هېواد کې له قانوني استوګنې پرته د بهرنيو وګړ په وړاندې پیل شوی دی.

د ایران دولتي رسنۍ صدا او سیما خبري اژانس په ګډون ځینو ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان ولایت د نیمروز ولسوالۍ د پولیسو قوماندان حسین میرصوفي په حواله لیکلي چې دا افغانان د افغانستان پولې ته نږدې په نیمروز او زهک ولسوالیو کې نیول شوي دي.

ایراني چارواکو دا کسان "غیر مجاز بهرني اتباع" بللي دي.

ایراني چارواکي او رسنۍ اکثراً د "بهرني یا غیر مجاز اتباعو" اصطلاح د هغو افغان کډوالو لپاره کاروي چې په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

د ښاغلي میرصوفي په خبره، دا نیونې د "ټولنیز امنیت د طرحې د ودې" په چوکاټ کې ترسره شوي، هغه طرحه چې په کې د بې اسناده کډوالو او د غلا او مخدره توکو پورې اړوند جرمونو تورنو کسانو نیول شامل دي.

د ایران سرحدي پولیس نه یوازې د افغان کډوالو په نیولو او وهلو تورن دي، بلکې په دې وروستیو کې یې د ایران د سیستان او بلوچستان په سراوان سرحدي سیمه کې پر یو شمېر افغان کډوالو ډزې کړي چې له امله یې یو شمېر افغانان وژلي او ټپیان کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان «حال وش» د یکشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۶مه» راپور ورکړ چې د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا لږ تر لږه اووه افغان کډوال وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

«حال وش» د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۱۴مه د یو راپور په خپرولو دا هم ویلي و چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په سراوان سیمه کې په ۳۰۰ افغان کډوالو ډزې او چاودنه یې کړې او ویې ویل چې په دې پیښه کې له ۶۰ تر ۷۰ کسان وژل شوي دي.

له ایرانه د افغان کډوالو نیول او ایستل د روان کال جوزا میاشت کې اسرائیلو سره د ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې راهیسې زیات شوي او په وروستیو اوونیو کې زرګونه کسان له دغه هېواده رایستل شوي دي.

په دې کسانو کې ډېری هغه کورنۍ، ښځې او ماشومان شامل دي چې اغلباً د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله له افغانستانه وتلي او د ښه ژوند جوړولو په هڅه کې یې ایران ته پناه وړې وه.

دا خلک ان افغانستان ته د شړل کېدو پر مهال هم له ننګونو سره مخ کېږي.

مصطفی له هغو افغانانو دی چې څو میاشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره له ایرانه رایستل شوی دی: "په کمپ کې بیروبار ډېر و، دوی له هرچا پیسې اخیستلې او خلک یې په لاره کې له موټره ښکته کولو ته اړ ایستل او ویل یې چې باید ډوډۍ وخورئ، دا هغه ستونزې وې چې ومو لیدلې."

دی وايي چې په افغانستان کې د بې کارۍ په ګډون ستونزې ډېرې وې، بیا یې یوازې ځان ته ویزه ترلاسه او اوس په ایران کې د کار په لټه کې دی.

ایران د روان کال په پیل کې د نږدې دوه میلیونه افغان کډوالو د "سرشمېرنې کارتونه" لغوه کړل او د دوی ایستل یې پیل کړل.

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن رشید د جولای په ۳۰مه په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱،۸ میلیونه افغانان له ایرانه ایستل شوي دي.

که څه هم دا روښانه نه ده چې څومره افغانان په ایران کې د سرشمېرنې پاڼو لرلو باندې ژوند کوي، خو د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د تېر کال په دلوې میاشت کې د دې هېواد رسنیو ته ویلي و چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۶ میلیونه بهرني وګړي ژوند کوي چې ډېری یې افغانان دي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو په دوامداره توګه دا ایستل غندلي او دا یې د کډوالو پر وړاندې له نړیوالو مکلفیتونو د ایران سرغړونه بللې ده.