هند ته د نورالدین عزیزي د سفر دویمه ورځ، هغه یوه نندارتون کې د افغان شرکتونو له استازو سره کتلي

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې دوی په سیمه‌ایزو بازارونو کې د افغانستان د سوداګریز حضور د پیاوړتیا او هند سره د اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره هڅې کوي.

په هغه اعلامیه کې چې دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه خپره کړې، راغلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۱۹مه هند ته د سفر پر مهال، په نوي ډېلي کې د پراګتي میدان په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د شرکتونو له استازیو سره خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغه ناسته کې د افغان شرکتونو د فعال حضور پر اهمیت، د افغانستان لپاره د ځانګړي پویلین پر جوړېدو( په نندارتون کې افغان شرکتونو ته ځانکړې څانګه یا غرفه) د ویزو د اسانتیاوو، د افغان -هند د ګډ نندارتون پر جوړېدو او د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې نورالدین عزیزی په رسمي بلنه هند ته تللی ترڅو د چابهار بندر د فعالولو، د هندي پانګونو د جذب، د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا او د افغانستان د ترانزیټي لارو د رول د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جایسوال،، په ایکس پاڼه هند ته د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر د سفر هرکلی کړی لیکلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکول د دې سفر اساسي موخه ده.


هندي رسنیودا سفر پنځه ورځنی بللی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د اکتوبر په پیل کې هند ته سفر کړی و چې وروسته هند په افغانستان کې خپله سفارت بېرته پرانیست.

هند ته د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر دا سفر په داسې حال کې دی چې پاکستان له تېرو څه باندې پنځو اونیو راهیسې طالبانو سره د ډېورند کرښې په اوږدو تر نښتو ورسته افغانستان سره د تګ راتګ او سوداګري لپاره خپلې ټولې لارې تړلي دي.


که څه هم د طالبانو حکومت تل دا تور رد کړی چې د پاکستان ضد وسله وال دافغانستان له خاورې کار اخلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر په ۱۴مه ټینګار کړی و چې له افغانستان سره سوداګري او ترانزیټ یواځې هغه مهال ممکنه ده چې طالبان د دغو ډلو پر ضد عملي ګام واخلي.

په همدې حال کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر،، د نومبر په ۱۲مه په یوه ناسته کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې به هغه وخت بیا پيل شي چې اسلام‌اباد د لارو د تلپاتې پرانیستلو تضمین ورکړي، او افغان صنعتکارانو او سوداګرو ته یې درې میاشتې وخت ورکړ چې له پاکستان سره خپلې سوداګریزې معاملې راټولې کړي.

له پاکستان سره له ترینګلتیاوو وروسته، د طالبانو حکومت د صادراتو د پراخېدو په موخه او پاکستان پورې د تړاو د کمولو لپاره د کښتۍ چلولو له یوې ایرانۍ کمپنۍ سره د ۹۰ میلیونه ډالره یو تړون لاسلیک کړی دی.
د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویاند خالد احمد رحماني، ، د نومبر په ۱۹مه ازادي رادیو ته وویل چې په دې سره به په یو کال کې د افغانستان ۳۰ زره کانتینره وچه مېوه، تازه مېوه او نور محصولات د کښتۍ له لارې هند ته ولېږدول شی«د کښتۍ چلولو دې ایراني کمپنۍ ژمنه کړې چې په یو کال کې شاوخوا ۳۰ زره کانتینره د افغانستان محصولات او تولیدات د بندر عباس او چابهار له لارې د هند ناواشېوا بندر ته انتقالوي. د تړون ارزښت ۹۰ میلیونه ډالره دی او ان‌شاءالله ډېر ژر به د صادراتو لړۍ د همدې شرکت له لارې پیل شي.»

رحماني وویل چې دا تړون د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۱۸مه په یوه ناسته کې د کښتۍ چلولو له یوې ایرانۍ کمپنۍ سره لاسلیک کړی او له هند څخه د دغه وزارت د وزیر په راستنېدو سره به یې عملي چارې پیل شي.

د روان کال د اپریل په ۲۴مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید ورسته د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه، د واګه بندر د افغانستان سوداګرۍ په مخ وتړل شو چې دې کار د افغانستان او هند ترمنځ پر صادراتو او وارداتو اغېز وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه تړون هرکلی وکړ او هیله یې څرګند کړه چې یوازې پر کاغذ پاتې نه شي او عملي بڼه خپله کړي.
هغه وویل دا چې پاکستان سره سوداګرۍ کې ستونزې رامنځته شوي دوی به د بدیلو لارو لپاره له ټولو امکاناتو او ظرفیتونه استفاده وکړي.

د ښاغلي الکوزي په وینا، له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو له امله په ورځني ډول دواړو لوریو ته دوه میلیونه ډالره زیان رسېږي.