د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې نورالدین عزیزي به د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو په شمول له یو شمیر چارواکو سره وګوري او همدراز به له هندي سوداګرو او پانګوالو سره غونډې وکړي.
په بیان کې ویل شوي چې خبرې اترې به د اقتصادي همکارۍ پر زیاتوالي، د سوداګریزو اړیکو پر اسانتیا، د ګډې پانګونې د فرصتونو پر رامینځته کولو او په سیمه ییزو ټرانزیټ لارو کې د افغانستان د رول پر پیاوړتیا متمرکزې وي.
بل لور ته د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال په ایکسپاڼه کې د عزیزي د ورتګ عکس خپور کړی دی او ورسره یې لیکلي دي چې د دې سفر اصلي تمرکز د دوه اړخیزه سوداګرۍ پراختیا او پانګونه ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه بیان کې ویلي چې دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې د پیاوړتیا لپاره خورا مهم دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دې سفر په ترڅ کې به د چابهار بندر د ظرفیتونو د زیاتیدو او په افغانستان کې د هند د پانګونې په تړاو هم خبرې وشی.
هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني او په کابل کې یې خپل سفارت د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې وروسته چې طالبانو کابل ونیو، تړلی و، بیا یې محدود شمیر دیپلومان ورولیږل او تیره میاشت یې په بشپړ ډول پرانیست.
رویټرز اژانس په یوه راپور کې لیکي چې په وچه کې پروت افغانستان له پاکستان سره د تیرې میاشتې له جګړې وروسته چې سرحد یې له پاکستان سره بند شوی، خوراکي او صنعتي موادو او درملو ته د لاس رسي په لټه کې دی.
هند د ایران د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره د مځکې له لارې صادرات او واردات کوي. تیره میاشت د امریکا متحد ایالتونو دا بندر د شپږو میاشتو په مخه له هغو بندیزونو معاف کړ چې په ایران یې لګولي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت رویټرز اژانس ته وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې، د ایران له لارې د افغانستان سوداګري ۱.۶ ملیارد ډالرو ته رسیدلې ده، چې له پاکستان سره تر صادراتو او وارداتو چې یو اعشاریه یو میلیارډ ډالرو ته رسیده، لوړه ده.
هند ته دا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر لومړی رسمي سفر دی، تر دې څو اونۍ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په لومړي رسمي سفر هند تللی و چې هلته یې تود هرکلی وشو، د هغه سفر په ترڅ کې پاکستاني الوتکو پر کابل بمبارد وکړ او بیا د ډیورنډ کرښې پر اوږدو طالبانو د پاکستان امنیتي پوستې په نښه کړې، د دې جګړو په ترڅ کې دواړو لوریو ته په لسګونو کسان ووژل شول. وروسته په دوحې او استانبول کې د افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو غونډې جوړې شوې چې په نتیجه کې یې د ترکیې او قطر په منځکړیتوب د کابل او اسلام اباد ترمنځ اوربند وشو چې تر دې دمه ټینګ دی.