په افغانستان کې د تشنابونو ستونزه څومره جدي ده؟

ملګري ملتونه وايي، میلیاردونه انسانان لا هم له خوندي تشنابونو پرته ژوند کوي او بې وزله طبقه په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له دې امله ډیرې زیانمې دي.

نن د نومبر ۱۹ مه د تشناب نړیواله ورځ ده.

د بدلون په حال نړۍ کې یو شی ثابت پاتې کېږي: مونږ به تل تشناب ته اړتیا ولرو.

دا خبره ملګرو ملتونو د نومبر د ۱۹ مې د تشناب د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې ده.

دې سازمان په خپله ویب پاڼه لیکلي، ملیاردونه انسانان لا هم له خوندي تشنابونو پرته ژوند کوي او بې وزله طبقه په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له دې امله ډیرې زیانمې دي.

افغانستان کې هم دا ستونزه شته، زلزله ځپلي، راستانه شوي او ان د لویو ښارونو اوسېدونکې د تشنابونو د نه شتون له امله شکایت لري.

د کونړ ولایت د نورګل درې یو زلزله ځپلي اکرام الله ازادي راډیو ته وویل:

" عادي غونډې ډانګي، لښتې مو درولي، پردې مو ترې تاو کړي، همغلته خپل ضرورت رفع کوو، نور دلته د تشناب، بل شي یا بل شي امکانات نشته، کوم چې مخکیني وو هغه ټول وران شوي دي، اوس نو دغه مشکلات شته دی. "

له ایران او پاکستان راستانه شوي کډوال هم شکایت لري چې د کډوالو په پندغالو کې د تشنابونو جوړولو موضوع ته پام نه دی شوی او خلک له دې امله په ستونزه کې دي.

له ایرانه راستنې شوې یوې میرمن چې ویې نه غوښتل نوم یې په رايور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل:

" مونږ چې هلته ولاړو کوم تشناب نه و، زه او لورکۍ مې ډیر په تکلیف شوو، نورې میرمنې هم خپلو ماشومانو سره ډیرې په تکلیفېدې، ویل چې جوړوو یې، امکانات راځي. "

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رییس نجیب الله حنیف او د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د دغو شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو دا ستونزه د زلزله ځپلو تر خیمو او د کډوالو تر پندغالو محدوده نه ده، بلکې د افغانستان په یو شمیر لویو ښارونو کې هم په دې برخه کې ستونزې موجودې دي.

د کابل یوې اوسېدونکې چې دې هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، نارینه هر ځای خپل ضرورت رفع کوي، که څه هم په خبره یې له اخلاقي، روغتیايی او چاپیریال ساتنې له نظره هیڅ ښه ده، خو زیاتوي چې ښځې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي، ځکه ښاري تشنابونه نشته:

" په کابل ښار کې دا ستونزې بیخي زیاتي دي، په ځانګړي ډول کله چې خرید ته ځو سودا پسې، میرمنو ته د حاجت رفع کولو او تشناب ته تګ اړتیا پیدا کېږي ډیر په تکلیف کېږو، باید بیرته کورته راشو، ځکه کابل ښار کې دا امکانات نشته. "

خو د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزی دا ادعا ردوي وايي، کابل ښار کې دا مهال لسګونه فعاله تشنابونه د ښځو او نارینه وو لپاره موجود دي:

" کابل ښا کې فعلا ۴۱ فعال تشنابونه لرو، ۴۰ نور مو هم پلان کې دي چې د جوړولو په حال کې یې یو، ټول مارکیټونه او عمومي ځایونه مکلف شوي چې تشناب ولري، لا هم اړتیاوې موجودې دي چې په خپل کاني پلان کې ورته متوجه یو. "

له کابل ښار پرته له نورو ښارونو هم وخت په وخت په دې اړه شکایتونه شوي دي.

د نومبر ۱۹ مه په ۲۰۱۳ کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د تشناب د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

یاد سازمان د دې ورځې په مناسبت په خپله ویب پاڼه لیکلي، مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې ټول تشنابونو ته لاسرسی لري، ځکه په ټکو یې له ناروغیو د خوندیتوب او دغه شان د خپل چاپیریال د پاک ساتنې په خاطر ورته اړتیا لرو.

روغتیا پالان او د چاپیریال ساتنې د برخې کارپوهان وايي، له تشناب بهر د حاجت رفع کول، اوبه ککړوي او د مچانو او نورو حشراتو په وسیله ترې مکروبونه خوړوته هم انتقالېږي چې بیا د بېلابیلو ناروغیو لامل ګرځي.

دغه شان چاپيريال ګڼده کوي، بد بوی خپروي، د هوا د ککړتیا لامل ګرځي او حیواناتو ته هم ناروغۍ انتقالولی شي.