ټرمپ د هغو انتقادونو په وړاندې د بن سلمان دفاع وکړه چې د جمال خاشقي د وژلو په قضیه کې پر هغه لګول شوي دي

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړچې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان سره د یوې دفاعي کڅوړې په اړه موافقه کړې ده چې پر ریاض د F-35 جنګي جټ الوتکو او شاوخوا ۳۰۰ امریکایي ټانکونو پلورل پکې شامل دي.

د ولسمشرټرمپ ادارې وویل چې له سپینې ماڼۍ څخه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د کتنې په ترڅ کې ریاض ژمنه وکړه چې له ۶۰۰ ملیارد ډالرو نیولې تر ۱ ټریلیون ډالرو پورې به په متحدو ایالتونو کې پانګونه وکړي.

سپینې ماڼۍ وویل چې ټرمپ او محمد بن سلمان د امریکا اوسعودي عربستان ترمنځ ستراتیژیک دفاعي تړون SDA لاسلیک کړاو زیاته یې کړه چې دغه تاریخي تړون به زموږ د څه باندې ۸۰ کلونو دفاعي ملګرتیا پیاوړې کړي او په ټول منځني ختیځ کې به د حملو د مخنیوي ځواک پیاوړی کړي.

ټرمپ همدارنګه په راتلونکې کې سعودي عربستان ته د F-35 جنګي جت الوتکو د ورکولو په ګډون د دفاعي وسایلو د پلور یوه لویه کڅوړه هم تصویب کړه چې پرهغه هیواد د نږدې ۳۰۰ امریکایي ټانکونو پلورل هم ډاډمنوي.

تاسو د هغه چا یادونه کوئ چې خورا جنجالي و

د جرمني ډي پي آې خبري آژانس د راپورله مخې ولسمشرټرمپ د هغو انتقادونو په وړاندې د بن سلمان دفاع وکړه چې په ۲۰۱۸ کال د واشنګټن پوست د خبریال جمال خاشقي د وژلو په قضیه کې پرهغه لګول شوي او نوموړی پکې په لاس لرلو تورن شوی دی.

ټرمپ د خاشقي د قضیې په اړه په سپینه مانۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: " تاسو د هغه چا یادونه کوئ چې خورا جنجالي و." هغه زیاته کړه: "ډیری کسانو هغه سړی نه خوښاوه چې تاسو یې په اړه خبرې کوئ."

ټرمپ زیاته کړه چې محمد "په دې اړه له هیڅ څه خبرنه وو اوراځئ چې دغه قضیه همدلته ختمه کړو او نورلازمه نده چې زموږ میلمه شرمنده کړئ."

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له اسراییل سره د خپل هیواد اړیکو ته په اشاره وویل چې دی په اصولو کې د دې غوښتونکی دی چې له اسراییل سره یې د خپل هیواد اړیکي ښه شي.

په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال، ولیعهد بن سلمان له ابراهام تړونونو سره د سعودي عربستان د یوځای کیدو امکان ردنکړ. دغه تړونونه چې د ولسمشرټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په ۲۰۲۰ کال کې په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل، متحده عربي اماراتو او بحرین ترمنځ لاسلیک شول، له اسراییل سره د نورو اکثریت مسلمان لرونکو هیوادونو د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو لپاره یې لاره هواره کړه.

سعودي عربستان چې د تیلو او ګازو بډایه زیرمې لري، ویلي چې له اسراییل سره د اړیکو د ښه کیدو لپاره چمتودی خو دا اقدام د یوه خپلواکه فلسطیني دولت په رامنځته کولو پورې تړلی دی.

بن سلمان په سپینه ماڼۍ کې د ابراهام تړونونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ د اسراییلیانو لپاره سوله غواړو. موږ د فلسطینیانو لپاره سوله غواړو. موږ غواړو چې دوی په سیمه کې په سوله ایز ډول یودبل په خواکې واوسي."

فلسطیني وسله والې ډلې حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې دې یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني او د اسراییل حکومت دواړو د دوو دولتونو له حل لارې سره مخالفت کړی او داهم نده روښانه چې ایا له اسراییل سره د سعودي عربستان اړیکې به ژر عادي شي او کنه؟

ټرمپ وویل چې له بن سلمان سره یې د ابراهام تړونونوپه اړه چې د هغه د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې مهمه لاس ته راوړنه بلل کیږي، "ډیرې ښې خبرې" وکړې.

له دغوتړونونو سره دوه نور هیوادونه، سودان او مراکش هم یوځای شوي دي.

د ټرمپ ادارې ویلي چې د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره هڅې کوي. د هڅو دغه لړۍ په ۲۰۲۳ کې پیل شوې وه، خو په غزه کې د جګړې له امله ناڅاپه پای ته ورسیده.