د بې پولې ډاکټرانو ټولنې خبرداری ورکړی چې په ژمي کې د کونړ د زلزلې په زیانمنو شویوکې د ناروغیو د خپریدو خطرزیات دی

د ژمي په رارسېدو سره، په کنړ ولایت کې د هغو زرګونو زلزله ځپلو وضعیت چې په لنډمهاله کمپونو کې اوسېږي د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د بې پولې ډاکترانو سازمان په خپل راپور کې چې د سه شنبې په ورځ د نومبر په ۱۸ مه یې خپور کړی ویلي چې د افغانستان د ختیځ له زلزلې اغېزمن شوي شاوخوا ۸ زره کسان، د نورګل ولسوالۍ په څو لنډمهاله استوګنځایونو کې ژوند کوي؛ هغه سیمه چې د غرونو په منځ کې پرته ده.
په کونړ کې د دې سازمان روغتیايي سلاکار عصمت‌الله عصمت،، ویلي چې زلزله‌ځپلي له برېښنا او د تودوخې د سیستم له نشتوالي پرته په لنډمهاله کمپونو کې شپې، ورځې تېروي.
په راپور کې د ښاغلي عصمت له قوله راغلي چې د هوا په لا سړېدو سره به د سینه بغل په ګډون تنفسي موسمي ناروغۍ او دغه شان ساري ناروغۍ لکه شری او توره ټوخولې ډېرې شي.

یو شمیر زلزله ځپلو هم ازادي راډیو ته وویل چې په زلزلې کې یې هر څه له لاسه ورکړې او کورونو ته اړتیا لري.

د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اوسېدونکی اکرام وايي، خېمې لاندې ژوند ډېر سخت دی:
"ورور جانه مشکلات چې دې دا دي چې باران خو ګذاره کوي، واوره خو پاتې کېږي، اوبه بیا ترې راوځي، ماشومان دي ټول بې سرپناه دي."

د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې د رېښتر په کچه شپږ درجې زلزله وشوه چې د بې پولې سازمان په وینا، دا زلزله په وروستیو لسو کلونو کې یوه تر ټولو مرګونو زلزلو څخه وه چې په څلورو ولایتونو، په ځانګړي ډول کونړ او ننګرهار کې یې له ۲۲۰۰ څخه ډېر کسان مړه او له ۳۰۰۰ ډېر ټپیان کړل.

د کنړ ولایت د څوکي ولسوالۍ یو زلزله ځپلي محمد شریف، ازادي راډیو ته وویل چې له ژمي مخکې باید زلزله‌ځپلیو ته کورونه جوړ شي:

" دلته ژمی په رارسېدو دی او دغه زلزلې چې دي زمونږ کورونه یې وران کړي دي، تخریب شوي دي، له دې ورسته هوا یخېږي، خیمه کې ژوند سخت دی، ځکه دلته په ژمي کې واورې کېږي، بارانونه کېږي، اساسي اړتیا چې ده دا ده چې زلزله ځپلو خلکو ته کورونه جوړ شي."

افغانستان کې مخکې هم مرګونې زلزلې شوې دي.
د دغه هیواد په شمال کې د نومبر د دوهمې نېټې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شول.

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله او زیانونه په بلخ او سمنگان ولایتونو کې خلکو ته اوښتي دي.

طالبانو له نړیوالې ټولنې زلزله‌ځپلیو ته د مرستو غوښتنه کړې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته، چې کله طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، دغه هیواد ته ډېری نړیوال مرستندویه فعالیتونه ګډوډ شوي دي.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو د نه رعایت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د محدودیت له امله په نړیواله ټولنه کې تر ډېره څڼډې ته شوې دی.
که څه هم طالبان د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ردوي او د نړۍ له هېوادونو سره د تعامل هڅې کوي، خو تراوسه له روسیې پرته بل هیڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.