سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړچې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان سره د یوې دفاعي کڅوړې په اړه موافقه کړې ده چې پر ریاض د F-35 جنګي جټ الوتکو او شاوخوا ۳۰۰ امریکایي ټانکونو پلورل پکې شامل دي.
د ولسمشرټرمپ ادارې وویل چې له سپینې ماڼۍ څخه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د کتنې په ترڅ کې ریاض ژمنه وکړه چې له ۶۰۰ ملیارد ډالرو نیولې تر ۱ ټریلیون ډالرو پورې به په متحدو ایالتونو کې پانګونه وکړي.
سپینې ماڼۍ وویل چې ټرمپ او محمد بن سلمان د امریکا اوسعودي عربستان ترمنځ ستراتیژیک دفاعي تړون SDA لاسلیک کړاو زیاته یې کړه چې دغه تاریخي تړون به زموږ د څه باندې ۸۰ کلونو دفاعي ملګرتیا پیاوړې کړي او په ټول منځني ختیځ کې به د حملو د مخنیوي ځواک پیاوړی کړي.
ټرمپ همدارنګه په راتلونکې کې سعودي عربستان ته د F-35 جنګي جت الوتکو د ورکولو په ګډون د دفاعي وسایلو د پلور یوه لویه کڅوړه هم تصویب کړه چې پرهغه هیواد د نږدې ۳۰۰ امریکایي ټانکونو پلورل هم ډاډمنوي.