د فرانسې یوې محکمې د سې شنبې په ورځ اته کسان چې په ۲۰۲۳ کال کې د انګلستان کانال په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې د اوو کسانو پرمړینې تورن شوي و، له دریو څخه تر پنځلسو کلونو پورې د بند په سزا محکوم کړل.
دوه عراقیان، شپږ افغانان او د سودان یوتبعه روانه میاشت د کډوالو د قاچاق وړونکو د یوې شبکې د فعالیت او د غیرعمدي وژنو په ګډون د یولړمواردو په تور محاکمه شول. د فرانسپرس آژانس په وینا دې شبکې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ فعالیت کاوه او د دې کانال له لارې یې په وړو کشتیو کې خلک بریتانیا ته لیږدول.
د ۴۵ کلونو په عمر دوو عراقیانو ته چې د دغې قاچاق وړونکې شبکې مشران پیژندل شوي، د اوو افغانانو د مړینې په تور د ۱۲ او ۱۵ کلونو د بند ترټولو درنې سزاګانې ورکړل شوې. په دې اړه چې محکوم شویو افغانانو ته د څومره بند سزاوې ورکړل شوي، څه ندي ویل شوي. د سودان تبعه ته له تورونو برائت ورکړل شوی.
څارنوالانو ټولو تورنو کسانو ته چې عمرونه یې د ۲۳ او ۴۵ کلونو ترمنځ دي، د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ د بند سزا غوښتنه کړې وه.
د غیرقانوني کډوالو دغه کوچینۍ کشتۍ چې ۶۷ کسان پکې سپاره و، د ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې وروسته له هغې ډوبه شوه چې ماشین یې له کاره ولوید. د دې پیښې ټول اوه تنه قربانیان افغانان و او نور ۶۰ کسان د فرانسې او بریتانیا د ساحلي ځواکونو له خوا وژغورل شول.