کابل کې د یوې ځوانې ښځې مرموز مرګ؛ خلک د پراخو څېړنو غوښتنه کوي

کابل کې د مړې موندل شوې ښځې عکسونه

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د یوې ۱۷ کلنې ناوې؛ مړینې د ښځو د حقونو فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي. د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، یوه ۱۷ کلنه نوې ناوې په کابل کې له واده شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته په "مشکوک" ډول مړه شوې ده.

په دې وروستیو کې ځینو رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ۱۷ کلنه فرخنده، چې شاوخوا ۴۵ ورځې وړاندې یې د طالبانو په حکومت کې د پراخ نفوذ لرونکي سیمه ییزې څېرې او سوداګریز شریک له ۱۷ کلن زوی سره واده کړی و، د کابل په ګلبهار سنټر کې د خپل میړه د کورنۍ په اپارتمان کې په مشکوکو شرایطو کې مړه موندل شوې.

د ښځو د حقونو فعاله ناهید مسعودي د دوشنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» ازادي راډیو سره په خبرو کې د فرخندې مړینه بوږنونکې وبلله:

د میړه په کورنۍ کې د یوې ځوانې ناوې وژنه خپله یوه غمیزه او موږ ته د پوښتنې وړ ده، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه کورنی تاوتریخوالی او وژنه ښیي، یعنې دا یوه عادي پیښه یا مرګ نه دی او په بدن کې یې د شکنجې او وهلو ټکولو نښې او نښانې ښکاري
د ښځو د حقونو فعاله ناهید مسعودي

د ښځو د حقونو بلې فعالې رقیه ساعي په دې اړه وویل:

«د دې وضعیت دوام او د ښځو د وژنې عادي کول او د حقایقو پټول واقعاً د اندیښنې وړ دي، او دا نورو نارینه وو ته جرئت ورکوي چې په اسانۍ سره ښځې ووژني او بیا یې په خاموشۍ سره ښخې کړي ځکه چې د دوی لپاره هیڅ حساب ورکونه نشته او همدارنګه په افغانستان کې د ښځو لپاره هیڅ ملاتړی بنسټ نشته.»

له تیرو دریو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې فرخندې ته منسوب ګڼ شمیر انځورونه خپاره شوي، چې ځینې یې د هغې د واده د مراسمو دي،همدارنګه د هغې د مړي انځورونه چې ځینې کاروونکي وايي د هغې په مخ د فزیکي تاوتریخوالي او زیانونو نښې نښانې لیدل کېږي.

د دې انځورونو د پراخ خپریدو او د پوښتنو له زیاتېدو وروسته، په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ یوه بله کیسه وړاندې کړې ده.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۶مه» په خپله ایکس پاڼه لیکلي؛ د فرخندې په نوم ښځه "د هغې د کورنۍ په خبره دوه ورځې وړاندې د مغزي له سکتې سره مخ شوې ده."

نوموړي زیاته کړې وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې دا پیښه مشکوکه وبلل شوه، دوی لومړنۍ پلټنې ترسره کړې او "تر اوسه هیڅ شکمن کس نه دی موندل شوی." او "د وژل شوې نجلۍ کورنۍ په هېڅ چا شک نه لري او کوم شکایت یې هم نه دی ثبت کړی."

د ده په خبره، "د دې موضوع په اړه به څېړنې دوام ولري."

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د لومړنیو څېړنو د څرنګوالي په اړه هیڅ اسناد یا جزئیات نه دي ورکړي، او نه یې هم دا مشخص کړي چې ایا د فرخندې د پلار کورنۍ یا د هغې خسرګنۍ ویلي چې هغه د مغزي سکتې له امله مړه شوې ده او ایا عدلي طب په دې اړه خبر وه که نه.

پر ایکس شبکې ځینو کاروونکو په خپلو تبصرو کې د دې خبرپاڼې پر وړاندې غبرګون ښودلی او د قضیې په اړه یې ژر تر ژره د جدي څیړنې د بشپړېدو غوښتنه کړې ده.

یو له دې کاروونکو قیس اتل دا څرګندونې د حقیقت پټولو لپاره یوه ناکامه هڅه وبلله او لیکلي یې دي:
«هره کله چې یوه ښځه په مشکوکو شرایطو کې مړه شي، غواړئ د تحقیقاتو تر پوښښ لاندې پټ شئ، فرخنده حق لري چې د مړینې په اړه یې حقیقت روښانه شي.»

د ټولنیزو رسنیو یو بل کارونکي اسد خان لیکلي چې د هغې طبي معاینات باید له خلکو سره شریک شي، او زیاته کړې یې ده چې د فرخندې د بدن خپاره شوي انځورونه چې د هغې د سترګو لاندې زخمونه ښیې په سر «وهلو» نښه ده، نه د سکتې.

ده ټینګار کړی چې د نوموړې جسد باید عدلي طب ته وسپارل شي او که چیرې کورنۍ یې ادعا وکړي چې سکته رامنځته شوې، د هغې د سر د MRI یا CT سکن نتیجه باید خپره شي.

د خواله رسنیو له کارونکو وصیل رحیمي لیکلي چې «په ۱۷ کلنۍ کې مغزي سکته، هغه هم د ناروغۍ له سابقې او د عدلي طب له معایناتو پرته، ډېره عجیبه ده.»

خو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو لیکلي چې لازمه ده د نورو خصوصي حریم ته درناوی وشي او د غمجنو کورنیو احساساتو په درک کولو، د ناسمو کیسو پر وړاندې مسوولانه چلند وشي.

د فرخندې د پلار کورنۍ ازادي راډیو سره په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې، یو شمیر حقوقي کارپوهان ټینګار کوي چې پولیس مکلف دي چې حتی د کورنۍ له شکایت پرته د غیر معمولي مړینې په بشپړه توګه وڅېړي، او د حقیقت روښانه کولو لپاره طبي شواهد او عدلي طب راپورونه راټول کړي.

د دې متخصصینو له ډلې عبدالواحد سادات، ازادي راډیو ته وویل:

«په لومړي ګام کې دا د افغانستان پولیسو دنده ده چې دا موضوع وڅېړي او دا موضوع عدلي طب ته هم راجع کړي، په دې قضیه کې قضاوت د عدلي طب واک دی، او دا مسؤلیت د پولیسو پر غاړه دی چې د حقونو ساتنه وکړي.»

که څه هم د طالبانو حکومت تل ویلي چې ټولې قضیې د اسلامي شریعت له اصولو سره سم تعقیبوي، خو د طالبانو د حکومت ځینې منتقدین وايي چې د څارنې خپلواک میکانیزمونو او شفافو معلوماتو نشتوالی د تاوتریخوالي قربانیانو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو لپاره عدالت ته د لاسرسي په وړاندې یو جدي خنډ دی.