افغانستان کې د طالبانو حکومت ایران سره د تجارت د پراختیا خبره کوي

د ایران د چابهار بندر یو تصویر، آرشیف

د طالبانو حکومت، په داسې حال کې چې پاکستان سره تجارتي لارې تړل شوي له ایران سره د سوداګري د زیاتوالي خبره کوي. ځینې کارپوهان دا پرمختګ په پاکستان باندې د افغانستان د تکیې کمولو لپاره یو مناسب بدیل ګڼي، خو ځینې نور ټینګار کوي چې له پاکستان سره تجارت یوه جغرافیایي اړتیا ده او کوم څرګند بدیل نه لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتیدونکي کړکیچ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کیدو او له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي وروسته، اقتصادي کارپوهان د هیواد د سوداګرۍ لپاره د بدیل انتخابونو په اړه متفاوت نظرونه وړاندې کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد بشیر دودیال د پاکستان د سوداګریزو لارو تړلو تکراري سابقې ته په اشارې سره وايي چې ایران او ځینې سیمه ییز هیوادونه د افغان سوداګرۍ لپاره خورا ښه، باوري او باثباته بدیلونه کیدای شي.

ښاغلي دودیال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

زموږ نور پنځه وچ بندرونه، چې ډېری یې په شمال کې موقعیت لري، له حیرتان بندره نیولې تر اقتیپې، تورغندي او نورو بندرونو پورې، د هیواد اقتصاد ته ګټور دي او اسانتیاوې په کې شته، دغه راز د اسلام کلا او خواف په ګډون زموږ نور بندرونه له ایران سره هم ګټور دي، په ټوله کې شمالي بندرونو او له ایران سره بندرونه، هوایی کارګو او چابهار بندر ټول ښه بدیلونه دي.

خو د اقتصادي چارو بل کارپوه او د افغانستان د سوداګرۍ خونې پخوانی رییس، اذرخش حافظي په دې باور دی چې له پاکستان سره سوداګري هیڅ روښانه بدیل نه لري او دا د ده په خبره، یوه جغرافیایي اړتیا ده.

ښاغلي اذرخش زیاته کړه:

جنوبي بندرونه موږ له جنوبي اسیا سره نښلوي، لوېدیځ بندرونه زموږ اړیکه له لوېدیځې اسیا سره ده او تر ټولو لنډه لاره ده، او شمالي بندرونه موږ له مرکزي اسیا، اوراسیا او قفقاز سره نښلوي، له همدې امله موږ نشو کولای یو بندر د بل بدیل وګڼو، زموږ غوره توب دا دی چې سوداګریزې اړیکې عادي شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت تازه اعلان کړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ د میلک د سرحدي لارې د سوداګریزو موټرو تګ راتګ هره ورځ له زرو څخه زیاتو موټرو ته لوړ شوی دی.

دې وزارت د شنبې په ورځ «د نومبر په ۱۵مه» په خپله ایکس پاڼه لیکي چې دا موافقه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ایران د سیستان او بلوچستان د والي منصور بیجار ترمنځ د غونډې په ترڅ کې وشوه.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ ظرفیتونو د زیاتوالي په اړه هم بحث وشو او له دواړو خواوو د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره یوه لنډه او لنډمهاله ځمکنۍ لاره هم پرانیستل شوه.

په ورته وخت کې، رویټرز خبري اژانس په یوه وروستي راپور کې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده له قوله ویلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان سوداګري ۱.۶ ملیارد ډالرو ته رسیدلې، پداسې حال کې چې د هغه په خبره، په ورته موده کې له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم ۱.۱ ملیارد ډالر و.

په راپور کې د نوموړي په حواله ویل شوي چې افغانستان اوس د ایران او مرکزي آسیا له لارې په ترانزیت لارو تر بل هر وخت ډیر تکیه کوي ترڅو په پاکستان باندې خپله تاریخي اتکا کمه کړي.

اخوندزاده ویلي چې د ایران ګمرکونه په عصري تجهیزاتو سمبال دي او افغان سوداګرو ته یې د بندرونو په تعرفو کې ۳۰ سلنه تخفیف او د کارګو د ساتنې په لګښتونو کې ۷۵ سلنه تخفیف وړاندیز کړی دی، دا اقدام د هغه په خبره، د سوداګرو باور زیات کړی چې که د پاکستان پولې وتړل شي نو د دوی بار وړل به بند نه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د جمعې په ورځ «د نومبر په ۱۴مه» په خپل اونیزه خبري غونډه کې د طالبانو د چارواکو پاکستان سره د سوداګرۍ د ځنډولو په اړه د څرګندونو په ځواب کې وویل چې اسلام آباد د سیمه ییزې سوداګرۍ او اتصال قوي ملاتړی دی؛ خو له افغانستان سره سوداګري او ټرانزیټ به یوازې هغه وخت ممکن وي کله چې طالبان د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالو ډلو پر وړاندې واضح اقدامات وکړي.

خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر وړاندې ونه کارول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» په یوه غونډه کې افغان صنعتکارانو او سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې له پاکستان سره خپلې سوداګریزې هوکړې پای ته ورسوي.

نوموړي په دې غونډه کې پاکستان تورن کړ چې د سیاسي موخو لپاره له سوداګریزو مسلو کار اخلي او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې به تر هغه وخته پورې وځنډول شي تر څو چې اسلام آباد دا تضمین نه کړي چې په هیڅ حالت کې به سوداګریزې لارې بندې نه کړي.

پاکستان له تیرو څو کلونو راهیسې څو ځله د مختلفو دلایلو له امله له افغانستان سره سوداګریزې لارې تړلې دي.

اوس هم «د اکتوبر له ۱۱مې» راهیسې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې ټرانزیټ او سوداګریزې لارې تړل شوې دي.

پاکستان د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو دی، او د اوړو، وریجو، غوړیو، صنعتي خامو توکو او درملو په ګډون د افغانستان د وارداتو یوه مهمه برخه له دې سرحدي لارو واردیږي.

په مقابل کې افغانستان خپل ځینې کرنیز او معدني محصولات پاکستان ته صادروي.