د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په بي بي سي باندې به د حیثیت د اعادې په خاطر تر پنځو میلیاردو ډالرو دعوه وکړي.
ښاغلي ټرمپ بېګا خبریالانو ته ویلي چې: «موږ به په هغوی د یو میلیارد او پنځو میلیاردو ډالرو تر منځ سو/دعوه وکړو. ښايي راتلونکې اوونۍ. موږ باید دا کار وکړو.»
دا وروسته له هغه چې بي بي سي له ولسمشر ټرمپه بښنه وغوښته خو د یو میلیارد ډالري غرامت غوښتنه یې ونه منله.
بي بي سي تورنه ده چې د ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنوري شپږمې وینا یې داسې اېډېټ کړې چې ښکاره کړي ټرمپ خلک مستقیماً تاوتریخوالي ته هڅوي.
بي بي سي په دې برخه کې خپله تېروتنه منلې او له همدې امله د بریټانیا د دغې دولتي لویې خپرندویې ادارې عمومي مشر او د خبرونو د برخې مدیرې استعفی ورکړې.
تر دې مخکې د ولسمشر ټرمپ وکیلانو بي بي سي ته تر جمعې وخت ورکړی وو چې رسمي بښنه وغواړي او ښاغلي ټرمپ ته د رسېدلي حیثیتي تاوان په خاطر مناسب غرامت ورکړي.
بي بي سي دمګړۍ یواځې رسمي بښنه غوښتې خو د یو میلیارد ډالرو د غرامت غوښتنه یې نه ده منلې.