د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خنډونو د لیرې کولو لپاره یې د ایران چاه بهار بندر ته پاملرنه ډېره کړې ده.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده تېره ورځ وویل په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره د سوداګرۍ کچه ۱،۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده په داسې حال کې چې په همدې موده کې له پاکستان سره د سوداګرۍ کچه ۱،۱ میلیارد ډالره وه.
ښاغلي آخوندزاده ویلي چې د ایران ګمرکونه په مدرنو وسایلو سمبال دي او د افغانستان مالونو ته په بندري تعرفو کې ۳۰ سلنه او د مالونو د ساتنې په برخه کې ۷۵ سلنه تخفیف ورکوي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال له سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای بدیلې ترانزیتي لارې پیدا کړي.