ام، اس اف: د چادري له جبري کولو وروسته د هرات روغتونونو ته د ښځینه ناروغانو مراجعه کمه شوې ده

(آرشیف)

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه ام- اس- اف- وايي، په هرات کې د ښځو لپاره د چادري له جبري کولو وروسته په دې ولایت کې د نوموړې ټولنې روغتونونو ته د ښځو د مراجعې کچه ټیټه شوې ده.

د هرات یوشمېر اوسېدونکو ښځو آزادۍ راډیو ته وویل چې له نژدې لسو ورځو راهیسې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر چارواکو ښځو او نجونو ته لارښوونه کړې چې له برقعې یا چادري پرته دې له کوره بهر نه وځي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې پرون (د لړم ۲۳مه) په پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو دې ناڅاپي اعلان په ورځنیو چارو کې د ښځو پر ګډون یوبل محدودیت هم ورزیات کړ. بیان زیاتوي، دا پرېکړه هغه خنډونه نور هم زیاتوي چې نتیجه یې اساسي روغتیايي خدماتو ته د ښځو پر لاسرسي محدودیت دی.

په بیان کې راغلي دي چې له دې اعلان وروسته د نوامبر د پنځمې او اوومې ترمنځ د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې روغتونونو ته د ښځو د مراجعې په کچه کې ۲۸ سلنه کموالی راغلی دی.

طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته له زده کړو نیولې تر ورځني تګ راتګ پورې د ژوند په تقریبا ټولو برخو کې پر ښځو محدودیتونه لګولي دي.