د ړنګ شوي جمهوري نظام د وسله والو ځواکونو له ویاند جنرال اجمل عمرشینواري سره مرکه

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ادعا کړې چې په پاکستان کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو عاملین افغانان و. د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف همدارنګه ویلي چې پاکستان ممکن بیا په افغانستان کې هوایي بریدونه ترسره او په دغو بریدونو کې د مشکوکو لاس لرونکو پټن ځایونه په نښه کړي. نوریاس نوري د پاکستان د دغو نویو تورونو او د کابل او اسلام آباد د کړکیچنو اړیکو په اړه د ړنګ شوي جمهوري نظام د وسله والو ځواکونو له ویاند جنرال اجمل عمرشینواري سره مرکه کړې او لومړی یې پوښتنه ترې کړې چې ایا پاکستان کې وروستیو بریدونو ته په پام اسلام آباد به بیا په افغانستان کې هوایي بریدونه ترسره کړي؟