په تېرو نژدې دریو اونیو کې له دوه لکو ډېر افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه هېواد ته ستانه شوي دي.
ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالمطلب حقاني له قوله خبر ورکوي چې په دې ډله کې یوشمېر بندیان هم شامل دي.
ښاغلي حقاني همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.
له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نژدې دوه کاله مخکې پیل شو. د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې- اوچا د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال له پیله د نوامبر تر شپږمې پورې ۲،۴ میلیون افغان کډوال له دې دوو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.