دې ادارې د یکشنبې په ورځ «د نومبر په ۹مه» په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې ډیری کورنۍ د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر خَسو او لرګیو تکیه کوي، چې پراخه کارول یې د چاپیریال د تخریب لامل کیږي.
وړاندې راغلي چې افغانستان لا هم د انرژۍ له پلوه یو له خورا ناامنه هیوادونو دی.
یو شمیر افغانان وايي چې د دوامداره بریښنا نشتوالي له امله اړ دي چې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نور سونګ توکي وکاروي.
د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکې فېروزې محمدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"ډېرې وخت چې برښنا نه وي موږ له لرګیو او سکرو ګټه اخلو، بخارۍ مو هم همدا ډول دي، د دې لپاره چې ژمی کېږي، برښنا ځي، په ډېریو کلیو کې اصلا برق نه شته او هغوی اصلاً له برښنایي وسایلو کار نه اخلي."
بلخوا د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیان منونکی هېواد دی، خو په رسمي ډول په برازیل کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰م کنفرانس (Cop_30) ته نه دی بلل شوی.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا مسله به افغانان د اقلیمي بدلون له نړیوالو صندوقونو مالي او تخنیکي مرستې ته له لاسرسي څخه محروم کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانان د وچکالۍ، سیلابونو، ځمک ښویدنې، د یخچالونو ویلې کیدو، د ژوند تنوع له لاسه ورکولو، د کرنیزو حاصلاتو کمیدو او د اقلیم د بدلون له امله جبري کډوالیو سره مخ دي.
په خبرپاڼې کې دا هم راغلي چې وچ اقلیم، په طبیعي سرچینو پورې تړلی اقتصاد، او د اوږدمهاله جګړو اغیزې د چاپیریال د خرابیدو او په هیواد کې د اقلیمي ناورینونو د شدت اصلي لاملونه دي.
دا سازمان ادعا کوي چې د طبیعي لاملونو سربیره، صنعتي او پرمختللي هیوادونو د انرژۍ د پراخ مصرف او د ګلخانه یي ګازو تولید له لارې اقتصادي وده ترلاسه کړې، خو دا پروسه د اقلیم بدلون لامل شوې، او تر ټولو لوی زیان یې د افغانستان په څیر لږ پرمختللو هیوادونو ته رسیدلی دی.
د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون ۳۰م کنفرانس (Cop_30) به د ۲۰۲۵ کال د نومبر له ۱۰ څخه تر ۲۱ پورې په برازیل کې ترسره شي.
د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي چې د برېښنا کمښت او په نورو سوند توکو تکیه کول د خلکو روغتیا او چاپیریال ګواښي، او وچکالۍ، سیلابونه او پر طبیعي سرچینو تخریب، پر ژوند او کرنې یې فشار زیات کړی دی.
د چاپیریال، اقلیم، هوا پېژندنې او د ناورینونو کمولو چارو پوه عبدالباسط رحماني وايي چې له بېړني کورني او نړیوال اقدام پرته به زیانونه زیات شي، او د «COP30» په څیر نړیوالو کنفرانسونو کې په رسمي ډول د افغانستان نه ګډون نړیوالو مرستو ته لاسرسی محدودوي."هر اړخیزې پاملرنې ته اړتیا ده، افغانستان دا مهال په برازیل کې چې د کوپ ۳۰ پروګرام ترسره کېږي، په کې کمرنګه رول لري، افغانستان په کې نه دی بلل شوی یا بلل شوی یا هم شرایط ورته برابر شوي نه دي چې هغه افغان متخصصین او فعالان چې د چاپېریال ساتنې په برخه هغه که په دولتي ادارو کې دي یا غیر دولتي ادارو کې په کار بوخت دی دې پروګرام کې برخه واخلي، که یې په کې برخه هم اخیستې وي، ډېره کمرنګه ده او دا ټول ښیي چې نړۍ په خپل مسیر روانه او دې مسایلو ته کم پام کوي."
د طالبانو یوه پلاوي تېر کال د اذربایجان په باکو کې د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د څارونکي په توګه ګډون وکړ، خو دا ګډون یې په رسمي ډول نه و.
له دې مخکې هم د طالبانو حکومت په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو سره د مبارزې لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې وه، او د روان کال په پیل کې یې ویلي وو چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره تر ۲۰۳۰ پورې ۲۰.۶ ملیارد ډالرو مالي مرستې ته اړتیا لري.
افغانستان چې د طبیعي پیښو په وړاندې زیانمنونکی پاتې دی، تازه یوه اونۍ وړاندې د افغانستان په شمال کې په ځانګړې توګه په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د رسمي شمېرو له مخې، یوې زلزلې ۲۷ کسان مړه، له ۹۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل او له ۱۳۰۰ څخه ډیر کورونه یې ویجاړ کړل.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې «د اګست په ۳۱مه نیټه» د افغانستان په ختیځ کې، په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې یوې زلزلې له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان مړه، نږدې ۴۰۰۰ یې ټپیان کړل او شاوخوا ۷ زره کورونه یې ویجاړ کړل.