په استانبول کې د خبرو له ناکامي وروسته د بریدونو د احتمالي دوام او اقتصادي نتایجو په هکله یې دکارپوهانو خبرداری

په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاويو ترمنځ د خبرو له ناکامۍ وروسته، سیاسي او اقتصادي کارپوهان د پاکستان د بریدونو د دوام او د اقتصادي پایلو په اړه یې خبرداری ورکوي. دوی ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام به د پاکستان لپاره اسانه نه وي او له جدي ننګونو سره به مخ شي.

د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د دریم پړاو له ناکامۍ وروسته، یو شمیر سیاسي او اقتصادي کارپوهان د پاکستان د بریدونو د احتمالي دوام، د پوځي اقدام د ننګونو او له امله یې د اقتصادي پایلو په اړه خبرې کوي.

ځینې یې وايي چې احتمالاً د افغانستان په خاوره کې به د پاکستان بریدونه وخت په وخت دوام وکړي.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي د شنبې په ورځ، « د نومبر په ۸مه» ازادي راډیو ته وویل:

وخت په وخت د دې امکان شته چې پر افغانستان د پاکستان حملې دوام وکړي چې دا د افغانستان د حریم نقض دی او له نړیواله اړخه هم د تقبیح وړ دی؛ خو رښتیا دا دي چې پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمو کې پراختیایي پروژې پلي کړي چې په پاکستان کې خلک حکومت ته رضایت وښيي، په دې ډول د خلکو تر منځ د ټي ټي پي په شان ډلو ته اصلاً ځای نه پاتې کېږي.

خو یو شمېر نور سیاسي شنونکي وايي چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د پوځي عملیاتو ترسره کول به د پاکستان لپاره اسانه نه وي او د هغه هیواد لپاره ډېرې ستونزې او پیچلتیاوې رامنځته کولای شي.

سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی وايي:

نظامي اقدام پاکستان ته اسانه کار نه دی او ډېرې ستونزې ورته خلقوي، پاکستان د خلکو تر فشار لاندې دی او د افغانستان دننه خاوره باندې د بریدو د پایلو او ننګونو سره مخ کېږي، مهمه دا ده چې ټي ټي پي به په اوسنیو حساسو شرایطو کې په سترو حملو لاس پورې کړي که نه، خو پر حال وروستي اقدامات په ځانګړې توګه پاکستان ته اسانه نه بلکې له ننګونو ډک دي.

د طالبانو حکومت د استانبول د خبرو اترو ناکامي د پاکستان د غیر مسؤلانه چلند او د همکارۍ د نشتوالي له امله بللې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ «د اکتوبر په ۸مه» په یوه آنلاین مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د دوی او د منځګړو د هڅو سربېره، پاکستان لا هم د خپل داخلي امنیت د ډاډمنولو مسؤلیت منلو ته لیوالتیا نه ده ښودلې او هڅه یې کړې چې دا مسؤلیت د طالبانو د حکومت په اوږو واچوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي چې په استانبول کې له طالبانو سره د پاکستان خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې او د دوام لپاره یې هیڅ پلان نشته.

د استانبول خبرې اترې د نومبر په ۶ او ۷ ترسره شوې.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

خو د طالبانو حکومت دا ادعا بار بار رد کوي، او وايي چې ټي ټي پي "د پاکستان داخلي مسئله" ده او له دوی سره هیڅ تړاو نه لري.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند به تر هغه وخته پر خپل ځای پاتې وي، تر څو چې په خبره یې، له افغانستانه برید نه وي شوی.

هغه مخکې خبرداری ورکړی و چې که خبرې ناکامې شي، نو پاکستان به د افغانستان پر وړاندې جګړه پیل کړي.

د استانبول د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د دوی حکومت په امنیتي برخه کې له پاکستان سره همکاري کوي او د تل په څیر به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د هغه هیواد پر ضد وکارول شي،خو ټینګار یې وکړ چې دوی به د هر ډول تیري په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له سختو نښتو وروسته، د «اکتوبر په ۱۹مه» په دوحه کې اوربند او په استانبول کې د خبرو اترو پر دوهم پړاو موافقه وشوه.

د روانې شخړې له امله، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تورخم په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې ځمکنۍ لارې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان لخوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

ځینې اقتصاد پوهان وايي چې د لارو بندیدو او امنیتي کړکیچونو د افغانستان په سوداګرۍ او وارداتو فشار راوستی دی.

د دې کارپوهانو له ډلې نصرت الله وفا ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید بدیلې لارې ومومي.

“طالبان باید دا مهال د اقتصاد لپاره د وچو او تازه مېوو د صادراتو بدیلې لارې پیدا کړي، له ایران، ازبکستان، تاجکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د سوداګریزو لارو کارونه به مرسته وکړای شي، دغه راز هوایي دهلېزونه به پراخ کړي او د هوا له لارې هم کولای شي چې د افغانستان میوې او محصولات نورو هېوادونو ته واستوي، د سړو خونو جوړول او د خصوصي سکټور ملاتړ هم کولای شي چې د ملي اقتصاد پایې تقویه کړي.”

د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته، یو شمېر خلک وايي چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې هر ډول ناامني به خلکو ته زیان ورسوي او هېڅ څوک به له جګړې ګټه و نه کړي.

دوی له ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې د ستونزو یوازینی حل د خبرو اترو دوام دی.