ترکیې د نسل وژنې په تور د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په شمول د څو اسراییلي چارواکو د نیولو جلب ورکړی.
د استانبول د څارنوالۍ دفتر د جمعې په ورځ په یوه بیان کې د ټولټال ۳۷ اسراییلي چارواکو یادونه کړې چې پکې پر صدراعظم سربېره، دفاع وزیر، د ملي امنیت وزیر او د پوځ لوی درستیز شامل دي.
په بیان کې راغلي دا کسان "د غزې د خلکو په وړاندې د اسراییلو د سیستماتیکو جنایتونو" لپاره له تعقیب سره مخ دي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار دغه تورونه په کلکه رد کړي او دا یې "د ترکیې د دیکتاتور رجب طیب اردوغان لخوا تبلیغاتي اقدام" بللی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په وار وار د اسراییلو کړنې "نسل وژنه" بللې ده.