فلیپو ګراندي: افغان کډوال داسي مهال ستنول کېږي چې هغوی له لازم ملاتړ او پناه بې برخې دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنرۍ وايي، خپل هیواد ته د افغان کډوالو د جبري ستنونې نوې څپې ډیری ستنېدونکي له هغه ملاتړ او پناه بې برخې کړي چې ورته اړتیا لري.

په ګاونډیو هیوادونو کې یو شمېر افغان کډوال وايي، په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي او بېرته افغانستان ته ستنېدل هم ورته له ستونزو ډک دي.

په پاکستان کې میشته دا افغان کډواله ارزو احمدزۍ وايي، داسې مهال چې افغانستان ته د ډیری افغانانو ستنېدل د دې په خبره بې ستونزو نه دي، په دغه هیواد کې د کډوالو د نیولو او اېستلو بهیر چټک شوی:

"دا واقعاً پر مونږ یو ښکاره ظلم دی، موږ څه وکړو او چېرې ولاړ شو؟ که افغانستان ته ولاړ شو هلته هم ځای نه لرو، ډېری کسان دي چې په افغانستان کې هم سرپناه نه لري. موږ چېرې ولاړ شو؟"

په ایران کې یوې افغان کډوالې هم چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، افغانستان ته ځکه بېرته نه شي ستنېدای، چې هلته په خبره یې، د طالبانو تر واک لاندې افغان ښځې او نجونې له خپلو ټولو حقونو بې‌برخې دي.

"زما پوښتنه او اندېښنه دا ده چې که افغانستان ته ستنه شم څه وکړم؟ زما راتلونکی به څه وي؟ ایا کار یا کوم فعالیت کولای شم؟ که وغواړم زده‌کړې وکړم، څه به پېښ شي؟"

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې غونډې ته په خپله وینا کې چې د نومبر په ۷مه یې په ایکس پاڼه خپره شوې ویلي، خپل هیواد ته د افغان کډوالو د جبري ستنونې نوې څپې ډیری ستنېدونکي له هغه ملاتړ او پناه بې برخې کړي چې ورته اړتیا لري .

هغه ټینګار وکړ چې دغه کډوال بېرته داسې چاپېریال ته ستنېږي چې په کې د بشري حقونو سرغړونې او تبعیض، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې، په پراخه کچه روان دی.

خو هغه هیله څرګنده کړه چې راروانه میاشت د طالبانو، ایران، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ (یو، این، ایچ، سی، ار) څلور اړخیزه غونډه کې په دې ستونزو بحث وشي.

ګراندي د غونډې د دقیقې نېټې په اړه یې څه ونه ویل.

د یادونې ده چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې ډول ایران او پاکستان، په وروستیو اونیو او میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د کډوالو په چارو کې ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ د شمېرو له مخې، د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د نومبر تر لومړۍ پورې، شاوخوا شپږ لکه او ۵۲ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه ادارې په خپل تازه راپور کې دغه شان ویلي چې له اپرېل راهیسې نږدې ۹۸ زره او ۷۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.

د یو، اېن، اېچ، سي، ار د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې، شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو ورسته، ګڼ شمېر افغانان د اقتصادي ستونزو، ناامنۍ او د طالبانو له لوري د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز له امله، اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي او ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوسي.

خو اوس په هغو هېوادونو کې هم له بېلابېلو ستونزو سره، له دې ډلې نیولو، ځورولو او جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.